ښځینه وکیلانې څومره بریالۍ وې؟

  • 12 اکتوبر 2018 - 20 تله 1397
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښځو ته د پارلمان ۶۸ څوکۍ ځانګړې شوې.

موږ دغه پوښتنه د پارلمان د پخوانیو ښځینه غړیو په ګډون، له ځینو نورو ښځو څخه وکړه. دوی باور درلود چې که څه هم، دا وکیلانې د ښځو د استازولۍ لپاره ولسي جرګې ته راغلې، خو په دې برخه کې هغسې ونه ځلیدې لکه څنګه چې تمه ترې کېدله.

څو کاله وړاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي یوازینی قانون ولسي جرګې ته وړاندې شو. خو دا قانون تصویب نه شو، او تر اوسه هم د پخواني ولسمشر کرزي په تقنیني فرمان نافذ دی.

ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي وار د سترې محکمې یوه قاضۍ ښځه معرفي کړه. خو دې هم د تایید رایې وانخیستلې. په هم هغه ورځ څه باندې شل وکېلانې غیرحاضرې وې او معرفي شوې قاضۍ په ۱۱ رایو پاتې راغله.

تېر کال ۱۱ وزیران پارلمان ته معرفي شول، یوه پکې ښځه وه. لسو نارینو د باور رایې واخیستلې، خو همدا یوازینۍ معرفي شوې وزیره بریالۍ نه شوه.

خو ولې دوی دا او دې ورته ځینې نورو کارونو کې بریالۍ نه وې؟ دا پوښتنه مو د پارلمان له پخوانۍ غړې ملالۍ شېنوارې وکړه. دې راته وویل:

"دوی کې ځینو اصلا ښځینه فکر نه درلود. ځینې پکې داسې وې چې زما د انا غوندې یې باور درلود چې نر په لویه ورځ پیدا دی. دوی په دې فکر وې چې باید سیاست کې د نرانو پېروي وکړي. "

شبنم صالحي د کابل پوهنتون د حقوقو استادې دې ته اشاره وکړه چې د ښځینه وکیلانو کار راټول، منسجم او ډله ییز نه و. د دې په باور دوی په ګروپي بڼه فعالیت نه کاوه. او ډېرې یې پارلمان ته د یوه نه یوه نر په ملاتړ راغلې وې. همدا لامل و چې دوی ته د ښځو مسایل هغومره مهم نه وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکنو کې د ښځو ونډه تل کمرنګه وه.

نه یوازې دا چې د ځینو په باور دوی پارلمان کې د ښځو استازیتوب سم ونه کړ، بلکې له ښاره د باندې عامو ښځو ته په لاسرسي کې هم کمې راغلې. محبوبه اکبر کندهار کې ښوونکې ده. دې غوښتل یوه روزنېز ورکشاپ کې ګډون وکړي.

خو د داخلې لپاره یې باید د ولسي جرګې د یوه غړي یا غړې لاسلیک ور وړی وای، یا هغوی ور معرفي کړې وای. دې ویل څو ورځې مې هڅه وکړه خو هېڅ یوه وکیلې ته مې لاس رسی نه و.

ښځینه وکیلانو څه لاسته راوړل؟

ګلالۍ ساپۍ د پارلمان پخوانۍ وکیلې راته وویل چې دوی وکولی شول د ماشومانو او ښځو د جنسي ازار د منع قانون تصویب کړي. په دې مانا چې ښځو په دې برخه لابي وکړه. دې په ملي سطحه د حکومت څو ښځېنه کارکوونکیو ته اشاره وکړه چې که دوی لابي او په حکومت فشار نه وای راوستلی دا ښځې به هلته نه وې.

له پنځو ښځینه سفیرانو دوې یې د پارلمان پخوانې غړې دي. (شینکۍ کړوخېل اوس استعفا ورکړې) د ولسمشر دوې سلاکارې د ځوانانو او ملګرو ملتونو په چارو کې هم ښځې او د پارلمان پخوانۍ غړې وې.

د انځور حقوق Getty Images

ملالۍ شېنوارې باور لري‌ چې ښځینه وکیلانې د ټولې ټولنې استازولي کوي. دوی د نرانو او ښځو لپاره ګډ کار کوي، په دې حال چې نارینه وکیلان یوازې د خپل جنس (نارینو) لپاره کار کوي دي. دا وايي چې ځینو ښځو ثابته کړه چې په سیاست کې له نارینوو کمې نه دي.

د دوی مخکې پراته خنډونه څه وو؟

ګلالۍ ساپۍ وایي:

"خلکو د ښځو په راتګ او شتون باور نه درلود. په ځانګړې ډول په لومړۍ دوره کې یې تمایل د نرانو لور ته و. ټولنه بې باوره وه، او که پوه هم شي چې ښځه وړتیا لري بیا هم باور نه پرې کوي. حتی نه غواړي دا وړتیا یې ومني. موږ چې لومړۍ ورځ پارلمان ته ولاړو نه پوهېدو نارینه وکیلانو سره څنګه چلند وکړو. هغوی هم نه پوهېدل، حتا سلام او ستړې مه شي مو په ډار او احتیاط وو. "

ولایتونه

یوازې دا نه و، دا وکیلانې ادعا کوي چې توقعات ترې د دوی له امکاناتو پورته وو. که به د ښځو په نوم پروژې راتلې هم خو کارول یې د ښځو په سلیقه نه وو. یا ښځینه وکیلانې به د یوې سیاسي مسلې په حل کې ستړې شوې، خو د پرېکړې وخت به چې راغی میدان به د نرانو وو، بیا به ښځې پاتې وې.

راتلونکې ته هیلې که د پخوا تکرار؟

د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ۴۰۰ شاوخوا ښځې نوماندې دي. په دوی کې یې ډېری پخوانۍ وکیلانې دي. خو په ښارونو کې د نویو ځوانو ښځینه نوماندانو ډېر تصویرونه او پوسترونه تر سترګو کېږي.

د دوی شعارونه د نارینه وو هغو پرته له لږې مبالغې ډک ښکاري. په دوی کې ځینې داسې نوماندې هم شته چې له دې مخکې ژبورې، د ښځو د حقونو ملاتړې وې، ډېری په دې ګومان دي چې پارلمان ته د دوی له تګ سره به د ښځو غږ لا ډېر بدرګه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ۴۰۰ شاوخوا ښځې نوماندې دي.

خو د افغانستان په څېر نرسالاره ټولنه کې د یوه نوي نسل په راتګ سره به هم ایا ښځې رښتیا وکولی شي د ټولنې نیمه برخه په پالیسۍ، پرېکړو او قانون جوړونه کې ډکه کړي، وخت به دې ته ښه ځواب ووایي.

ورته مطالب