تخار: ټاکنیز کمپاین ته څېرمه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تخار: ټاکنیز کمپاین ته څېرمه چاودنه

تخار ولایت کې د ټاکنیز کمپاین یوې غونډې ته نژدې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او له څلوېښتو ډېر نور کسان یې ټپیان کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، بم په یوه موټر سایکل کې نصب شوی و. تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. چاوراکي وايي، د پارلماني ټاکنو کاندیده نظیفه یوسفي بیګ د چاودنې پر مهال د پېښې ځای کې وه.

هلمند: ځانمرګي برید د نوماند په ګډون ۹ کسان وژلي

ننګرهار کې پر ټاکنیز کمپاین د داعش ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

ویل شوي، په وژل شویو کې یو د ملي امنیت سرتېری دی او ټپیانو کې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي، دوه پولیس هم شته.

د روان تلې میاشتې پر ۱۷مه، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې یوه خانمرګي برید د راتلونکو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه ۸ تنه پلویان ووژل.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د راتلونکو پارلماني ټاکنو د یوه نوماند پر کمپاین غونډه ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو.

په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.

د افغان حکومت ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو هم ژمنه کړې چې د ټاکنو په امنیت کې به د افغان ځواکونو مرسته کوي.

پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو ۲۵۰۰ نوماندان پکې ګډون کوي.

تېره اونۍ وسلوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې په لومړی ځل له افغانانو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

یوناما یا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د تازه اعلامیې په غبرګون کې د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته ویلي وو:

"د یوناما دريځ هغوی پورې اړه لري، خو موږ به د انتخاباتو په نامه د جعلي پروسې مخه نیسو".

ورته مطالب