''جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید کې وژل شوی دی''

جنرال عبدالرازق د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر دې وړاندې هم څو ځله پر جنرال عبدالرازق بريدونه شوي وو

د کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده.

کندهار کې یوه جګپوړي افغان چارواکي بي بي سي ته تایید کړه، چې دغه پېښه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د دغه ولایت د امنیت امر مومن حسین خېل او د ملي تلویزیون کمره مین محمد سلیم انګار وژل شوي دي.

ویل کېږي چي پېښه کې والي زلمی ویسا سخت ټپي شوی او روغتون کې یې درملنه کېږي. کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی د لومړني مالومات ښیي، دغه برید د والي یوه ساتونکي کړی دي.

افغانستان کې دېره بهرنیو ځواکونو ویلي، دغه پېښه کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر ته زیان نه دی اوښتی. د ناټو یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه پېښه کې دوه امریکایان ټپیان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی او هدف یې د جنرال رازق وژل و.

د کندهار میرویس روغتون یوې سرچینې په وینا دغه روغتون ته یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي.

نن د کندهار ولایتي ماڼۍ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه قومندان میلر او افغان چارواکو تر منځ غونډه وه. رپوټونه وايي، نننۍ پېښه د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د مېلمنو وتلو پر مهال رامنځته شوه.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، له پېښې وروسته په ښار کې د افغان پوځ ګڼ شمېر سرتېري لیدل کېږي، چې د ښار په لارو کوڅو کې ځای پر ځای شوي دي.

میرویس روغتون ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې او داسې ویل کېږي، چې برید کې د کندهار امنیه قومندان یو شمېر ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

زموږ خبریال وايي له سهار راهیسې د ښار ډېری لارې او سړکونه تړل شوي وو او پرون ویل شوي وو، چې د ښار امنیتي وضعیت او له ټاکنو مخکې د امنیت ارزونې لپاره دغه غونډه کېږي.

ورته مطالب