د جنرال عبدالرازق ژوند لیک

جنرال عبدالرازق د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی رازق د حامد کرزي له حکومت سره یو ځای شو

۳۹ کلن جنرال عبدالرازق ۱۳۵۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی و. نوموړی اڅکزی پښتون و او پلار یې د کمونیستي حکومتونو پر مهال د مجاهدینو تر څنګ له هغه حکومت سره جنګېده.

ویل کېږي ۱۹۹۴ کال کې طالبانو د جنرال رازق پلار او تره وژلي و او تر څه مودې پورې نوموړی خپله هم له هغوی سره بندي و، چې وروسته وتښتېد.

له هغه وروسته نوموړی د طالبانو له مخالفانو سره یو ځای شو او تر څه مودې پورې یې له هغوی سره جګړه وکړه.

د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی رازق د حامد کرزي له حکومت سره یو ځای شو او په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مشرۍ پر دنده وګومارل شو.

نوموړی د خپل جګړیز مهارت او شخصي، قومي اړیکو پر مټ د سیمې له مشهورو شخصیتونو یو شو او د وژل کېدو تر مهاله د کندهار امنیې قومندان پر څوکۍ پاتې شو.

وروسته کندهار ښار ته وغوښتل شو او ۲۰۰۸ کال کې یې لومړی ځل د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته د کندهار محله جات کې د افغان ځواکونو خپلواک عملیات پیل کړل.

۲۰۱۱ کال کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته جنرال رازق د هغه ځای ناستي په توګه وګومارل شو.

''جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید کې وژل شوی دی''

جنرال رازق: له پولې هاخوا اورپکي په نښه کړئ

د امنیې قومندان په توګه د کندهار امنیت په ټینګښت کې د نوموړي رول خورا مهم بلل کېده.

جنرال رازق د طالبانو سخت مخالف بلل کېده او د دې تر څنګ د پاکستان پر ضد د توندو نیوکو او څرګندونو له کبله هم مشهور و.

پر نوموړي تورونه و، چې شخصي زندانونه لري، پر تښتولو، ځورونې او بشر ضد جرمونو هم تورن و، خو هغه تل دغه تورونه ردول.

جنرال رازق په کندهار کې چې د طالبانو مرکز و د دغې ډلې په يوۀ سخت غليم بدل شو، خو وروستیو کې یې له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم اړیکي کله ساړه او کله تاوده وو.

څو ورځې مخکې د ده په مشرۍ ځواکونه پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره وجنګېدل. له نوموړي درې مېرمنې او ۱۳ ماشومان پاتې دي.