افغانستان کې د ګوزڼ ۱۶ پېښې ثبت شوې دي

واکسین د انځور حقوق Getty Images
Image caption په راتلونکو څه کم دوو اونیو کې به د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیل شي او شپږ میلیونه ماشون به واکسین شي.

د اکتوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان سږکال د هغو درو هېوادونو په سر کې دی، چې اوس هم هلته د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس شته.

له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق یا یونیسف وايي، سږکال د پولیو ۱۶ پېښې په افغانستان او څلور پېښې بیا په پاکستان کې ثبت شوې دي.

دا اداره وايې لا هم په افغانستان کې زرګونه ماشومان د پولیو له واکیسنه بې برخې دي.

سږکال نایجریا د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه لري، خو بیا هم له خطره نه ده وتلې.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار او کوڼر، په سوېل او سوېل لوېدیځ کې هلمند، کندهار او روزګان هغه ولایتونه دي چې اوس هم د پولیو له ویروس سره مخامخ دي.

افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبت شوې دي

د پولیو لمنځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ګډې هڅې

"افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبت شوې دي"

په یونیسف کې د رسنیو د څانګې مسؤول سید کمال شاه بي بي سي ته د پولیو د کمپاین پر وړاندې د ستونزو په اړه وویل:

"په ځینو سیمو کې یا جنګ یا هم ټولنیزې ستونزې او منفي تبلیغات د دې لامل ګرځې چې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او د پولیو پېښې لا هم شته."

په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې، په ۲۰۱۶ کال کې بیا ۱۳ پېښې او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۴ پېښې ثبت شوي دي، خو د سږکال شمېرې تر تېر کال لوړې دي.

په راتلونکو څه کم دوو اونیو کې به د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیل شي او شپږ میلیونه ماشون به واکسین شي.

ورته مطالب