ننګرهار: په شپنیو عملیاتو کې ۱۱ کسان وژل شوي

Image caption ویل کېږي لاریون کوونکو د یوه ماشوم په ګډون د قربانیانو ۸ جسدونه عمومي لار کې اېښي وو.

له ختیځ ننګرهاره رپوټونه وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د امنیتي چارواکو په وینا، ماشومان هم پکې دي. ځايي خلکو د وژل شویو شمېر ۱۶ کسه ښودلی دی.

د ختیځ ننګرهار ولایت د امنيت امر مجتبی قيس وايي، پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي چې ماشومان هم په کې دي، خو وایي د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه کېږي.

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر لاریون کونکو د جلال اباد - تورخم لار د څلور ساعتونو لپاره تړلې وه.

دوی ادعا کوي چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار د روداتو په شهیدانو کلي کې عملیات کړي چې پکې ۱۶ عام وګړي وژل شوي دي.

لاریون کوونکو ددې پېښې په غبرګون کې د جلال اباد- تورخم لار د حصار شاهي سیمې کې څو ساعته وتړله.

ویل کېږي لاریون کوونکو د یوه ماشوم په ګډون د قربانیانو ۸ جسدونه عمومي لار کې اېښي وو.

یو تن لاریون کوونکی سید عمر ادعا کوي چې په عملیاتو کې وژل شوي عام خلک دي:

"زما ګناه نه ده مالومه، ته ما وژنې. تاسو خو قانون تر پښو لاندې کړی دی، تاسو خو موږ ووژلو، ته خو زما په کور راوختلې، موږ انصاف غواړو."

د ننګرهار اچین کې ماین ۱۱ ولسي وګړي وژلي

جغتو کې بمبار؛ وژل شوي طالبان دي که ولسي وګړي؟

"پکتیا کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ملکیان وژل شوي"

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وایي، عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې اوس سيمې ته پلاوی استولی شوی چې پېښې څرنګوالی معلوم کړي:

"د ننګرهار په روداتو کې د ملي امنيت ځواکونو عملیات کړي دي. د عملیاتو پر مهال مرګ ژوبله هم اوښتې ده، سيمې ته پلاوی استولی شوی دی چې پېښه دقيقه وڅېړي."

بل خوا، وړمه شپه د ننګرهار په سره رود کې د یادو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ادعا له مخې د پنځو کسانو له وژل کېدو وروسته خلکو د قربانیانو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته د اعتراض په توګه وروړي وو او ادعا یې کوله چې امنیتي ځواکونو ولسي خلک وژلي دي.

ملکي تلفات او یوناما:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په خپرو شویو شمېرو کې ښودلې چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېرو ملکیانو ته د امنیتي ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اووښتې ده، چې ۱۷ سلنه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا، دوه سلنه د نړیوالو ځواکونو له خوا او یو سلنه د حکومت پلوو وسله والو له خوا ترسره شوي.

د یوناما یو تازه رپوټ بیا وايي چې سږکال په هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې چې د تېرو کلونو پرتله بې ساری شمېر دی.

ورته مطالب