کندهار ټاکنې په سوله ییز ډول وشوې
کندهار ټاکنې
په کندهار کې ټاکنې له امنیتي ستونزو پرته د خلکو له پراخ ګډون سره وشوې. د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، کندهار اوسېدونکي د ورځې تر پایه د رای ورکولو مرکزونو ته روان وو او ځینې مرکزونو کې چې ګڼه ګوڼه ډېره وه، تر پنځه نیمو بجو پورې رای ورکول کېدې.
د کندهار ښار په ټولو برخو کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو. یوازې هغو ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېده، چې د امنیتي ادارو له لوري ځانګړي سناد ورکړل شوي وو.
په کندهار کې د ټاکنو امنیت خوندیتوب لپاره څه باندې ۱۵ زره افغان سرتېري پر دنده ګومارل شوي وو.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نعمت الله وردګ وايي، که څه هم د رای ورکولو بهیر کې کومه امنیتي ستونزه نه وه، خو مني، چې هغه تخنیکي ستونزې تکرار شوې، چې د تلې پر اته ویشتمه او نهه ویشتمه د افغانستان په نورو ولایتونو کې رامنځته شوې وې:
'' موږ نژدې ۱۳۰۰ بایو مېټرک الې درلودې، چې ځینو کې یې هغه سسټم نه و انسټال شوی، له دې کبله ځینو مرکزونو کې له یو څه ځنډ سره د رای ورکولو بهیر پیل شو. کولای شو ووایو، چې لس سلنه مرکزونو کې د بایو مېټرک ستونزه وه، نورو مرکزونو کې په عادي ډول بهیر پیل او پای ته ورسېد. ''
د کندهار ولایت ځنډېدلي پارلماني ټاکنې نن ګهیځ له رسمي مهالوېش سره سم د رای ورکولو په ۱۷۰ مرکزونو کې پیل شوې.
په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د ۱۱ څوکیو لپاره ۱۱۲ کاندیدان په ټاکنو کې سیالي کوي.
کندهار کې نژدې یو ملیون کسانو د رای ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي وو او د ځنډ په نژدې یوه اونۍ کې ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه وکړه، چې خلک فعال ګډون ته وهڅوي.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وایي، په رای اچوونه کې د خلکو ګډون پراخ و او د ښځو هم پکې پام وړ شمېر لیدل کېده.
رپوټونو کې ویل شوي، د رایې اچوونې بهیر کې تخنیکي ستونزې موجودې وې، چې د بایو مېټرک الې نه فعالیت، په لستونو کې د ځینې رای ورکونکو د نومونو نشتوالی یا ناوخته د رای ورکولو بهیر پیلېدو په څېر مسایل یادېږی.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، په ځینو سیمو کې ان تر ۱۱:۳۰ بجو د رای ورکولو مرکزونو د رایو اچول نه دي پیل کړي او کارکوونکي یې د رایو اچولو د پاڼو، نوملړ او بایومټریک ماشینونو پر چمتو کولو بوخت وو.

رپوټونه وايي د رای ورکولو یو شمېر مرکزونو کې تخنیکي ستونزې موجودې وې
د هغو کسانو شمېر چې نومونه د رای ورکولو لپاره ثبت کړي، نیم میلیون ته رسېږي. کندهار د تېرې اونۍ خونړي برید له کبله د تلې اته ویشتمې ټاکنو کې شامل نه و.
کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نعمت الله وردګ مخکې ویلي و، د دوی چمتوالی بشپړ شوی دی او تمه ښيي دلته به هغه تېروتنې او نیمګړتیاوې تکرار نه شي، چې ۳۲ ولایتونو کې د تلې میاشتې اته ویشتمې ټاکنو کې وشوې.
بل لور ته کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا د ټاکنو کمېسیون پر چمتوالي اندېښنه ښولې وه. د دوې په خبره دغه اقدامات د رڼو ټاکنو لپاره بسنه نه کوي.
د دغه کمېسیون یو غړی عبدالودود طراح ویلي و، د تېرې اونۍ خونړي برید خلک ذهناً ناارمه کړي دي چې له کبله یې ښايي ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر نه وي:
''د یوه مسوول په حیث زموږ وړاندیز دا دی، چې لږ تر لږه باید ټاکنې یوه میاشت وځنډېږي چې امنیت تامین شي او خلک ټاکنو ته ذهناً هم چمتو شي. تاسې به وګورئ، چې اوس به ګډون خورا لږ وي. ''

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
کندهار کې د نننیو ټاکنو پرمهال د ځینو ښځو نومونه د رایو اچولو نوملړ کې نه دي موندل شوي.

د عکس سرچینه، GMIC
ویل کېږي، په دې ولایت کې ۶۰۰ زره رایه ورکوونکي شته، چې ۵۵۰ زرو کسانو د ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د کندهار ټاکنو کمېسیون معلومات ښيي، چې له ټولو ۱۷ ولسوالیو نه په دوو، نېش او معروف کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه وه شوې او هلته به ټاکنې هم نه کېږي.
دغه راز کمېسیون چارواکو ویلي و، په شپږو نورو ولسوالیو کې ۱۳ مرکزونه داسې دي، چې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او ښايي د ټاکنو پر ورځ تړلي پاتې شي.

دوو ولسوالیو (معروف او نېش ) کې نوم لیکنه نه ده شوې
بل لور ته وسله والو طالبانو د دغو ټاکنو ګډوډولو ګواښ کړی و او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون پکې و نه کړي، خو یو شمېر کندهار ښاریانو له بي بي سي سره خبرو کې ژمنه ښوولې وه، چې د مناسبو استازو ټاکلو لپاره به ټاکنو کې ګډون کوي.

د کندهار والي دفتر کې له یوه خونړي برید وروسته، چې د ولایت امنیه قومندان او امنیت امر پکې ووژل شول او والي ټپي شو، د یوې اونۍ لپاره ټاکنې ځنډول شوې وې.