د میدان وردګو د پولیسو مرکز کې موټربم برید شوی

میدان وردګ د انځور حقوق MWP media office
Image caption د میدان وردګو امنیه قومندانۍ ویاند حکمت درانی وايي، ویره شته چې د تلفاتو کچه لوړه شي.

د میدان ورګو ولایت روغتیايي چارواکي وايي، ددې ولایت د پولیسو لومړۍ حوزې اړوند حمایوي مرکز کې موټر بم چاودنې لږ ترلږه ۷ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او د لسګونو نظامي کسانو د وژلو ادعا یې کړې.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس سالم اصغرخېل رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، میدانښار کې د ځانمرګي برید له ځایه دوی ته ۷ وژل شوي او ۳۰ ټپیان وروړل شوي، چې یوه پکې مېرمن ده.

نوموړی وايي، ځینې ټپیان کابل ته استول شوي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، برید د سراچه ډوله موټر په مټ شوی، چې له امله یې د انتقالاتو قومندانۍ اړوند پنځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، برید ددې ولایت د پولیسو د انتقالاتو قومندانۍ په عمومي قرول کې هغه مهال وشو، چې د قومندانۍ د ملکي کارکوونکو موټر د ننوتلو په حال کې و.

د میدان وردګو امنیه قومندانۍ ویاند حکمت درانی وايي، ویره شته چې د تلفاتو کچه لوړه شي.

د ښاغلي دراني په خبره بریدګر غوښتل چې مرکز ته دننه شي خو په عمومي دروازه کې د تلاشۍ پرمهال چاودنه شوې.

'د طالبانو برید کې د وردګو د سید اباد امنیه قومندان وژل شوی'

د وردګو سید اباد اجراییه مدیر مړی موندل شوی

د وردګو سید اباد کې ځانمرګي برید بهرني پوځيان وژلي

د وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، برید د شنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا اوه نیمې بجې د ملي پولیسو اډې په دروازه کې وشو.

د تېرې اکتوبر میاشتې پر اومه، هم طالبانو د وردګو پر سید اباد ولسوالۍ برید وکړ، چې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني یې ونیوله، امنیه قومندان سید نضراب شاه هاشمي او شپږ پولیس پکې ووژل شول، خو د وردګو چارواکو یې سقوط نه مانه.

د برید پرمهال د کابل - کندهار لویه لار هم تړل شوې وه.

د نښتې پرمهال د سید اباد ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د جګړې له امله د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا غځېدلی مزی هم پرې شوی و، چې له امله یې

د برېښنا په مزو کې شارټي رامنځ ته شوې او په میدان ښار، غزني، لوګر، او پکتیا ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

ورته مطالب