غني: د کجکي بند د پراخولو کار به ژر پیل شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هلمند ته د ولسمشر غني سفر (وېډیو د ارګ ده)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سویلي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د کجکي بند د پراخولو کار به ډېر ژر پیل شي. نوموړي وویل، پر دې چاره به کابو ۱۷۵ ملیونه ډالره لګښت راځي. ولسمشر غني زیاته کړه، پر کجکي بند دا پانګونه به د یوه ترکي شرکت لخوا کېږي.

نوموړی بند د هلمند په شمال کې په کجکي ولسوالۍ کې دی، او دا مهال د ۵۰ مېګاواټه برېشنا تولیدولو وړتیا لري. خو له پراخېدو وروسته به دا وړتیا ۱۵۰ مېګاواټو ته ورسېږي.

واک ته تر رسېدو وروسته دا هلمند ته د ولسمشر غني درېیم سفر و. هلمند د افغانستان په نا امنه ولایتونو کې حسابېږي چې له ۱۴ ولسوالیو یې په ۷ هغو کې طالبان بشپړ کنترول یا نفوذ لري.

د انځور حقوق ARG
Image caption دا هلمند ته د ولسمشر غني درېیم سفر دی

لښکرګاه ښار ته د ولسمشر غني تر رسېدا وروسته بُست هوټل ته نژدې یو هاوان هم لګېدلی دی، چې د چارواکو په وینا، مرګ ژوبله نه لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د توغندي توغېدل مني، خو وايي له پلټنو وروسته مالومه شوه، چې وسله والو په موټر کې دا توغندی بار او پر ښار یې توغولی دی.

نوموړی وايي، هوايي ځواک یاد موټر په نښه او له منځه وړی دی.

د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته د توغندي لګېدل تایید کړي، چې په وینا یې کومه مرګ ژوبله یې نه درلوده.

د هلمند ولایت ودانۍ د پېښې له ځایه شاوخوا پنځه سوه متره لرې او بُست هوټل له هغه ځایه شاوخوا درې سوه متره لیرې واټن لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني هلمند کې له امنیتي او دفاعي چارواکو سره لیدنه کې د هغوی همغږي وستایله.

ویناپاڼه وايي، ښاغلي غني د هلمند په قول اردو کې په راغلو بدلونونو خوښي وښوده او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو پر ښوونې او روزنې او د هغوی د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي، ښاغلی غني به د جبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره پر غمشریکۍ ښودلو سربېره، د هلمند ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او متنفذینو، علماوو، ښځو، ځوانانو، او د پوهنتون له استادانو سره وګوري.

د انځور حقوق @ARG
Image caption د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ورسېد.

ولسمشر غني هلمند ته داسې مهال سفر کړی، چې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۵مه، ولسي جرګې ته له هلمنده نوماند عبدالجبار قهرمان د خپل ټاکنیز دفتر د ننه چاودنه کې ووژل شول.

عبدالجبار قهرمان ټاکنیز دفتر کې د چارشنبې په ګهیځ شاوخوا اته بجې چاودنه شوې وه.

د ځايي چارواکو په خبره، ماین د ښاغلي قهرمان تر څوکۍ لاندې اېښودل شوی و.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لنډه خبرپاڼه کې د ښاغلي قهرمان د وژل کېدو مسؤولیت منلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځايي چارواکو په خبره، ماین د ښاغلي قهرمان تر څوکۍ لاندې اېښودل شوی و.

ترې وړاندې د تلې پر ۱۷مه، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه ۸ تنه پلویان ووژل.

ورته مطالب