کابل: د ټاکنو کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

د برید ځای د انځور حقوق IEC
Image caption برید کې دوې ښځې هم ټپیانې شوې، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د دوشنبې په ګهیځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر لېږدوونکي ګاډي ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وژلی او اته نور ټپیان دي. د برید مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، بریدګر پلی روان و، چې پولیسو هدف ته تر رسېدا مخکې پېژندلی او بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د دوشنبې په ګهیځ شاوخوا اته بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند کې وشوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عزیز ابراهیمي هم د ټاکنیزو کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر برید منلی او وايي برید کې یو پولیس وژل شوی او د دوو ښځو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي.

دی وايي، د ټپي شویو ښځو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هلمند: ځانمرګي برید د نوماند په ګډون ۹ کسان وژلي

د قهرمان مړی پارلمان کې خاورو ته وسپارل شو

د کابل نهمې امنیتي حوزې امر بسم الله تابان وايي، برید هودخېلو بازار کې شوی چې په وینا یې تر اوسه د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی شوی.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی.

تر اوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مرکزي دفتر کې د رایو شمېرل او د ثبت لړۍ روانه ده.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د تلې پر ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲۱ ولایتونو کې ترسره شوې او تېره شنبه (لړم پنځمه) کندهار کې وشوې.

اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مرکزي دفتر کې د رایو شمېرل او د ثبت لړۍ روانه ده.

ورته مطالب