د بې ځایه شویو د ستونزو نوی پړاو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بې ځایه شویو د ستونزو نوی پړاو

د افغانستان شمال کې د هوا په سړېدو سره تازه بې ځايه شوي خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي. هلته تېرو دوو کلونو کې له دېرش زرو زیاتې کورنۍ د جګړو او نا امنیو له امله بې ځايه شوې دي. څه د پاسه يوه مياشت مخکې ملګرو ملتونو خپل يو راپور کې ويلي وو، افغانستان کې له څلورو ميليونو ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په تېره بې ځایه شوې کورنۍ او ډېر هغه کسان چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. آریا احمدزۍ پرې له کابله رپوټ لري.

اړونده مطالب