د څرخي زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی

کابل د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی دانش زیاتوي، برید ګهیځ شاوخوا ۷:۴۵ بجې د کابل ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند څرخي پله سیمه کې شوی.

د افغانستان پلازمېنې کابل ختیځ څرخي پله زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د درېیو پولیسو په ګډون اوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، په ټپیانو کې درې ماشومان هم دي.

نوموړي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، بریدګر پلی روان و او د څرخي پله زندان دروازې ته څېرمه یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي.

د برید په سیمه کې ګڼ شمېر هغه خلک هم وو چې د خپلو بندیانو لیدو ته په تمه وو. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي. دی وايي، ظاهراً هغه موټر په نښه شوی چې د زندان کارکوونکي په کې سپاره وو

د څرخي پله زندانیانو لپاره نوې ودانۍ او روغتون

کابل: د ټاکنو کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

برید ګهیځ شاوخوا ۷:۴۵ بجې د کابل ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند څرخي پله سیمه کې شوی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی.

څرخي پله زندان

د انځور حقوق Reuters
Image caption ظاهراً هغه موټر په نښه شوی چې د زندان کارکوونکي په کې سپاره وو
Image caption څرخي پل زندان کې نږدې ۱۲ زره بندیان ساتل کېږي.

د څرخي پله زندان د افغانستان په کچه تر ټولو لوی زندان دی، چې شاوخوا لس زره بندیان پکې ساتل کېږي.

څرخي پله زندان کې د سیاسي، جنايي او نشه يي توکو په تور نیول شوي کسان بندیان شوي.

په دې زندان کې ګڼ طالب جنګیالي هم ساتل کېږي.

د روانې لړم میاشتې پر اومه هم د کابل ختیځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وواژه او اته نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب