۷ میاشتو کې ۷ پېښې: د افغان پوځي چورلکو ستونزه څه ده؟

د انځور حقوق MOD

د افغان هوايي ځواک لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه د چارشنبې ورځ وه چې د چورلکې غورځېدلو سره یې یو جنرال او ۲۴ نور کسان ووژل شول.

د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د دې پېښې له امله ځینې ځايي چارواکي هم وژل شوي.

دلیل یې بده هوا او تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.

* پر افغان هوايي ځواک د امریکا پانګونه

* "برتانیا د افغان هوایي ځواک د وړتیا زیاتولو ژمنه وکړه"

د رپوټونو له مخې د روان لمریز کال له پسرلي تراوسه په مختلفو ولایتونو کې د افغان پوځ اوه چورلکې غورځېدلې چې مرګ ژوبله هم لري.

کارپوهان د چورلکو زوړوالی د دې غورځېدو اصلي لامل بولي او ان وايي، بلک هاک چورلکې هم زړې دي.

وسلوالو طالبانو هم د دوو چورلکو د غورځولو دعوه کړې، خو افغان حکومت دا خبرې ردوي.

خورا مهمې هوايي پېښې

افغانستان د انځور حقوق MOD
Image caption د افغان پوځ ځینې چورلکې MD۳۵۰ دي.
  • د وږي پر ۱۱ د ۲۰۹ شاهین قول اردو چورلکه فاریاب ته له بلخ روانه وه چې د الوت لومړیو شیبو کې له تخنیکي ستونزو سره مخ او د قول اردو انګړ کې وغورځېده. پیلوټ او دوه سرتېري پکې ووژل شول. دغه پېښه کې ۱۴ اېم روسۍ چورلکه له ځمکې ۱۵ متره پورته شوې وه، چې پر ځمکه نسکوره شوه.
  • د وږي ۲۴ د پوځ چورلکه د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې وغورځېده او پنځه کسان پکې ووژل شول. دفاع وزارت یې د غورځېدلو دلیل بېړنۍ ناسته وبلله او زیاته یې کړه چې له ناستې وروسته چورلکه کې مهمات وچادل او دا چورلکه یو مخ له منځه لاړه.
  • د زمري ۱۱ د افغان پوځ یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله د کابل سوېل ته په سروبي کې له برېښنا بند سره بېړنۍ ناسته وکړه.

کوم ډول چورلکې وغورځېدې؟

افغانستان د انځور حقوق AHMAD NAWID POYAN
Image caption خواله رسنیو کې د افغان پوځ د یوې چورلکې انځور خپور شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند محمد رادمنش وايي، په لوګر، فاریاب او ننګرهار کې هم درې چورلکې غورځېدلې، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې مالومات نه لري.

ښاغلی رادمنش زیاتوي چې دغو اوو میاشتو کې ډېرې غورځېدلې چورلکې می ۱۷ روسۍ او MD-۵۳۰ دي.

* ولسمشر غني پر هوايي ځواک د نورې پانګونې ژمنه وکړه

* د افغانستان د هوايي ځواک پوهنتون لومړۍ جوپه فارغه کړه

د هغه په خبره، د دې ډېری چورلکو د غورځېدو دلیل "زوړوالی دی"، ځکه "له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې الوت کوي".

نوموړی دا هم وايي، چې په وروستیو کې امریکا کومې بلک هاک الوتکې افغان هوايي ځواک ته ور کړې دي، هغه هم زړې دي.

طالبان یې د ویشتلو وړتیا لري؟

افغانستان د انځور حقوق MOD
Image caption ټاکلې ده امریکا راتلونکو څو کلونو کې افغانستان ته ۱۶۰ بلک هاک چورلکې ور کړي.

محمد راد منش زیاتوي داسې رپوټ نه دی ترلاسه شوی چې وښيي دا چورلکې د دوښمن له خوا په نښه شوې او غورځېدلې دي.

خو ځینې پېښو کې طالبانو ادعا کړې چې د افغان پوځ چورلکې دوی غورځولې دي، خو کارپوهان وايي، دا ډله د هوايي دفاع داسې وسلې نه لري چې د پوځ چورلکې یا نورې الوتکې په نښه کړي.

ټاکلې ده په راتلونکو څو کلونو کې افغان هوايي ځواک ته ۱۶۰ بلک هاګ چورلکې ور کړل شي.

افغان هوايي ځواک

افغانستان د انځور حقوق MOD
Image caption هند هم افغانستان ته د ۲۵- MI په نوم درې چورلکې ور کړې دي.

د افغان هوايي ځواک لوی قومندان عبدالوهاب وردګ څه مهال مخکې ویلي و، د افغان پوځ هوايي ځواک څلور واحدونه لري، چې دوه په کابل، یو کندهار او بل هم د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې دی.

امریکا څه مهال مخکې هم د A-۲۹ په نوم څو جنګي الوتکې افغان هوايي ځواک ته وسپارلې.

پر دې سربېره هند هم د MI-۲۵ په نوم درې چورلکې افغانستان ته ور کړې دي.

افغانستان د انځور حقوق MOD
Image caption افغان پوځ A-۲۹ جنګي الوتکې هم کاروي.

د افغانستان د بیارغونې څارونکې ادارې یا سینګار پر ۲۰۱۶ کال وویل، چې افغان هوايي ځواک د MI-۳۵ په نوم ۱۱ چورلکې، د Mi-۱۷په نوم ۵۲ چورلکې، د MD-۵۳۰ په نوم ۱۶ چورلکې، د C-۲۰۸ په نوم ۲۶ الوتکې او C-۱۳۰ په نوم څلور الوتکې لري.

افغانستان د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان پوځ C-۱۳۰ ټرانسپورټي الوتکې هم کاروي.

انځورونو د رویټرز او افغان دفاع وزارت دي.