سیګار: افغان حکومت یوازې پر نیمايي خاوره ولکه او نفوذ لري
سیګار وايي، د تېر کال پرتله ۰،۷ سلنه خاوره د افغان حکومت له واک وتلې ده.
د افغانستان پر بیا رغونې د څار ځانګړې امريکايي ادارې یا سیګار نوی رپوټ ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان خاوره د دولت کنټرول ۱۶ سلنه کم شوی. دا رپوت همدارنګه وايي د طالبانو نفوذ پنځه سلنه نور شوی دی.
رپوټ کې دا هم راغلي چې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو ته بلا ډېره مرګ ژوبله اوښتې، خو د وسلوالو طالبانو په مقابل کې یې هېڅ یا خورا لږ پرمختګ کړی دی.
د پنجشنبې ورځې رپوټ په داسې مهال په پولیسو او پوځ کې د افغانستان امنیتي وضعیت دوامدرې ستونزې په نښه کوي، چې دا ځواکونه له کلونو راهیسې مرګ ژوبلې او زیان سره مخ دي.
دغه رپوټ کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د پرېکند ماموریت له خوا ورکړل شوې شمېرې د تېرو دریو میاشتو په هکله دي، چې له مخې یې د افغان حکومت کنټرول یا نفوذ له ۴۰۷ ولسوالیو پر ۲۲۶ ولسوالیو - یا ۵۵،۵ پنځه سلنه خاوره دی.
'یوازې ۱۹ ولسوالۍ له طالبانو سره دي'
افغان چارواکي بیا د سیګار د دغه رپوټ موندنې نه مني. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته په دې اړه وویل:
"دا رپوټ موږ ردوو، په تېرو پارلماني ټاکنو کې افغان امنیتي ځواکونو د ۳۴۱ ولسوالیو رایو اچولو امنیت په نیولو وتوانېدل، همدا ده چې دغه رپوټ بې بنسټه دی. یوازې ۱۹ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي."
د سیګار مشر جان سوپکو
د امریکا د ځانګړي پلټونکي په خبره، چې دا معلومات یې ټول کړي، شمېرې ښيي تېرو درېیو میاشتو کې د افغان حکومت واک څخه ۰،۷ سلنه ځمکه له لاسه وتلې ده.
دا د ۲۰۱۵ کال نومبر وروسته بیا تر ټولو ټیټه شمېره ده چې سیګار د ولسوالیو د کنټرول د څارلو په هکله پیل کړې ده.
د پاتې ولسوالیو په هکله سیګار وايي، چې ۴۹ یې چې ۱۲ سلنه خاوره کېږي د وسلوالو ولکه کې دي.
پاتې ۱۳۲ وسلوالۍ د کابل حکومت او د طالبانو یا نورو وسلوالو ډلو ترمنځ د جنجال سیمه بلل شوې ده.
خو سیګار وګړو ته په اشارې وايي، چې افغان حکومت د خپل هېواد پر ۶۵،۲ سلنه وګړو کنټرول لري او دا د تېر کال په څېر ورته شمېره ده.
سیگار وايي، پر ۴۹ ولسوالیو وسلوال طالبان واکمن دي.
د امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۷ کال نومبر کې ویلي وو چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکو دوو کلونو کې د وګړو ۸۰ خپل کنټرول کې راولي.
د افغانستان چارو پوه او د ډیموکراسۍ د دفاع مرکز یوه غړي بېل روګیو له اې اېف پي خبري اژانس سره خبرو کې دا پرمختیا د شک وړ بللې:
"افغان ځواکونو او امریکايي پوځ چې د امنیتي وضعیت ښه والي ته یې بیا ژمنتیا ښودلې دا ډول بدلون زه شونی نه بولم؟."
نوموړی چې د "اوږده جګړه مجله" په نوم وېبپانه چلوي، یوه لیکنه کې یې ویلي، له نیمايي ډېر افغان وګړي د حکومت له واک بهر ژوند کوي.
ویډیو, د بي بي سي څېړنه: طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي
. د بي بي سي يوې ډلې خبريالانو د افغانستان ۳۹۹ ولسواليو هره يوه کې یې له ۱۲ سوه زياتو ځايي سرچينو سره خبرې کړې، چې ټولو اورپکو بريدونو يو پراخ او تفصيلي انځور وړاندې کړي.