سرطان هر کال افغانستان کې ۱۵ زره کسان وژني

په افغانستان کې له سرطان سره مبارزې بنسټ وايي، هر کال د هغو څلورو کسانو له ډلې، چې په سرطان اخته وي، درې یې مري.

دا بنسټ وايي له دې مرګوني ناروغۍ څخه د ژوغونۍ یوازېنۍ لار عامه پوهاوی دی او د ناروغۍ په لومړی پړاو کې درملنه پیل کول دي، خو په افغانستان کې ډېر کم ناروغان د ناروغۍ په لومړي پړاو کې ډاکتر مراجعه کوي.

په کابل کې زموږ همکار عصمت بهیر د جمهوریت روغتون ته هغې څانګې ته تللي چې هلته ته د وینې په سرطان د اخته ناروغانو درملنه کېږي.

د کابل جمهوریت روغتون کې یوه څانګه د وینې په سرطان د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې شوې ده.

د دغې څانګې ډاکتران وايي، د ورځې له شل څخه تر دېریش پورې ناروغان ویني چې دوه یا درې پکې حتماً دا کسان وي چې د وینې په سرطان اخته وي.

نړۍ کې د سرطان ناروغي 'په ډېرېدو ده'

د تیو سرطان په اړه څومره پوهېږئ؟

سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي

په دغه روغتون کې د وینې سرطان معاینات وړیا کېږي او هغه کسان چې مالوم شي، د وینې په سرطان اخته وي. ناروغان د درملنې په موخه بسترېږي، درملنه یې وړیا خو درمل یې په پیسو دي.

اوس په جمهوریت روغتون شل د وینې په سرطان اخته ناروغان بستر دي. ځینې له میاشتو او آن کلونو راهیسې له دغې ناروغۍ سره مبارزه کوي، خو یو شمېر یې تازه د وینې په سرطان اخته شوي دي.

د ۱۴ کلن وکیل مور او پلار ته څلور میاشتې مخکې ډاکترانو ویلي چې زوی یې د وینې په سرطان اخته دی.

Image caption شینکۍ کړوخېل، چې مخکې د تیو په سرطان اخته شوې وه، اوس روغه ده وايي، افغانستان کې د سرطان ناروغۍ په تېره بیا د تیو د سرطان په اړه څوک خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.

پلار یې له کندوزه هغه د کابل جمهوریت روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی دی. د وکیل د سر وېښتان د ناروغۍ له امله رژېدلي دي.

هغه ډېر په زحمت پر چپرکټ کښېناست، پلار یې په ټنیګار یوه ګوله کیک په خوله کې ور کړ. هغه په ډېر تکلیف د اوبو په زور له ستونې تېر کړ.

په جمهوریت روغتون کې د وینې سرطان څانګې مشر ډاکتر ولید یوسفزي وايي، د وکیل د درملنې یوازې لار د هغه د هډوکو د مغز تعویضول دي، چې په وینا یې یوازې په بهر کې امکان لري او ۴۰ زره ډالره لګښت پرې راځي.

خو د وکیل بزګر پلار د دومره لګښت وس نه لري.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل، چې کلونو مخکې د تي په سرطان اخته شوه او په بهر کې له درملنې وروسته اوس رکه روغه ده، له ټولو غوښتنه کوي چې د ناروغۍ په لومړنیو پړاوونو کې ډاکتر مراجعه وکړي.

Image caption د جمهوریت روغتون ډاکټر ولید یوسفزی وايي، د سرطان ناروغۍ لویه نښه خونریزي ده

د روغتیا نړیواله سازمان په خبره، هر کال په افغانستان ۲۰ زره کسان د سرطان په بېلا بېلو ډولونو اخته کېږي، چې ۱۵ زره يې مري.

په افغانستان تر ټولو ډېر د تیو سرطان دی او په دوهم ګام کې د معدې سرطان راځي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سرطان درملنې نوې هيلې

ورته مطالب