''افغانستان د سوداګرۍ برخه کې پرمختګ کړی''

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption نړیوال بانک وايي، له کوچنیو پانګوالو سره مرسته کې اصلاحات راغلي

افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت اړوند چارواکو د دغه هېواد په تړاو د نړیوال بانک د رپوټ هرکلی کړی دی. دغه رپوټ کې ویل شوي، چې افغانستان د سوداګرۍ برخه کې پرمختګ کړی او نړیواله درجه بندۍ کې ۱۶ درجې مخکې شوی دی.

د نړیوال بانک رپوټ کې راغلي، افغان حکومت له کوچنیو پانګوالو سره د ملاتړ، پور ورکړې او د مالیو راټولولو برخو کې اصلاحات راوستي دي.

له دې مخکې داسې رپوټونه وو، چې ګواکې د ناامنیو له کبله ځینې سوداګر او پانګه وال له افغانستانه وتلي دي.

"افغانستان او هند خپلمنځي سوداګري دوه میلیارد ډالرو ته لوړول غواړي"

په لندن کې افغان خټکي او انګور

د کابل - اسلام اباد سوداګري؛ پښتونخوا ډېر زیان لیدلی

Image caption افغان چارواکي د سوداګرۍ او صنعت برخه کې د نړیوال بانک رپوټ هیله من کړي دي

بل لور ته د نړیوال بانک رپوټ کې ویل شوي افغانستان د سوداګرۍ او پانګوالۍ لسو شاخصونو کې پرمختګ کړی او له همدې کبله یې نوم د نړیوالې درجه بندۍ کې له ۱۸۳ ځای نه ۱۶۷ ځای ته ختلی دی.

دې کې د نوي سوداګریز جواز اخیستو فېس یادونه هم شوې، چې له ۳۲ زره افغانیو سل افغانیو ته ټیټ شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدری وايي، دې هېواد د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره ښې هڅې کړې دي:

''افغانستان د سوداګرۍ د پرمختیا په برخه کې د هغه پرتله چې خلک یې محسوس کړي ډېر څه کړي، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده او باید روان پرمختګونه او بدلونونه دوام ومومي.مونږ د افغانستان له دولت سره ګډ کار او همکارۍ ته ژمن یوو ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر افغان صنعتګر بیا له بهره د ارزان بیه توکو واردات د کورني صنعت پر وړاندې خنډ بولي

بل لور ته د افغانستان د سوداکرۍ خونو مرستیال توفیق داوري هغو پرمختګونو ته هیله من دی، چې نړیوال بانک یې یادونه کړې، خو نوموړی د امنیت نشتوالی اوس هم د پانګوالو لپاره لویه ستونزه بولي.

دغه راز یو شمېر افغان صنعتګر له بهره د ارزان بیه توکو واردات د کورني صنعت پر وړاندې خنډ بولي او له حکومته غواړي مالیات پرې لوړ کړي چې سوداګر په کوردننه تولیداتو ته مخه کړي.

ورته مطالب