د کابل ښار یوه مارکېټ کې اور په "لسګونو میلیونو ډالر" تاوان واړاوه

د انځور حقوق fb
Image caption د اور لګېدلو سیمې سره د مالیې وزارت، عدلیې وزارت او افغانستان بانک او ارګ هم نږدې پراته دي

امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار دویمې ناحیې سره په نادرپښتون سیمه کې یې په یوه مارکېټ کې لګېدلی اور کنټرول کړ.

اور تېر ماښام ځايي وخت شاوخوا شپږ بجې لګېدلی خو تر سهار شپږ بجو ژبغړاند و.

د اور لوګی په ښار کې سهار ځايي وخت اووه بجې هم له ډېر لرې لیدل کېده.

د سوداګرۍ خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د اور له امله په لسګونو میلیونو امریکايي ډالر تاوان اوښتی دی.

* ځنگلونه څنگه اور اخلي؟

* نورستان کې اور "څو هیکتاره" ځنګل سوځولی

د پولیسو ۱۱۹ شمېرې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې اور یې کنټرول او له منځه وړی دی.

خواله رسنیو کې ویل شوي چې خیرخوا او صدیق عمر مارکېټ اور اخیستي، خو د پولیسو ۱۱۹ شمېره وايي، چې اتفاق مارکېټ کې اور لګېدلی دی.

اذرخش حافظي وايي، اور خیرخوا مارکېټ کې لګېدلی و او ټول دوکانونه سوځېدلي چې اټکلي شمېر یې درې سوه دی.

په دې دوکانونو کې عمده او پرچون ډول سودا پلورل کېده، ولایتونو ته هم ترې مال لېږدول کېده او دې مارکېټ کې د سوداګرو ګودامونه هم و.

د هغه په خبره، په دغه مارکېټ کې برېښنايي وسایل لکه کمپیوټر، یخچال، تلوېزون، پکي او نور توکي پلورل کېدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په څلورمه میرویس میدان یا کوټه سنګي کې یو مارکېټ یو مخ وسوځېد.

ویل کېږي دا چې شپه تیاره وه، دغه مارکېټونه هم پېچلی دي اور وژونکي ننوتلی نه شول ځکه اور اوږد شو.

اذرخش حافظي هم وايي، چې د مارکېټونو جوړېدو کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره تدابیر نه دي نیول شوي.

"نه اور وژونکي په وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او نه یې لار وه چې او بل یې لار نه لرله چې ژر اور مړ کړي".

پر اور وژونکو سربېره پولیس هم سیمې ته رسېدلي چې د خلکو د چور چپاول مخه ونیسي.

د اور لګېدلو سیمې سره د مالیې وزارت، عدلیې وزارت او افغانستان بانک او ارګ هم نږدې پراته دي.

لا هم په دغه اور کې د چا د مرګ ژوبلې رپوټ نشته.

ورته مطالب