ارګ: ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته بیا نوماند دی

د انځور حقوق Getty Images

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوی سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې ښاغلی غني راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته هرو مرو نوماندېږي.

ولسمشر غني هم له بلومبرګ رسنۍ سره خبرو کې وايي، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي چې د دې دورې کارونه بشپړ کړي.

* اشرف غني: راشد خان چاته نه ور کوو

* غني: د کجکي بند د پراخولو کار به ژر پیل شي

که څه هم نوموړي دا نه دي ویلي چې د کومو کارونو بشپړولو لپاره ځان نوماندوي، خو لوی سلاکار یې ډاکټر فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل:

"ولسمشر د راتلونکو ټاکنو بیا کاندید ده او دلیل یې هغه کارونه دي چې ده یې بنسټ اېښی دی، هغه که اقتصادي مسلې دي، د سولې پروسه ده یا د ښې حکومتوالۍ او بېخ بناوو په هکله دي، نو غواړي چې بله دوره کې یې بشپړ کړي".

راتلونکي مرستیالان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب اشرف غني له عبدالله سره د ملي وحدت حکومت جوړ کړ.

له اشرف غني سره تېرو ټاکنو کې جنرال دوستم لومړی او سرور دانش دویم مرستیال و.

خو پر ۲۰۱۶ کال له اېشچي سره د چلن له امله جنرال دوستم د درملنې په نوم ترکیې ته لاړ او له څوارلسو میاشتو وروسته تېر جولای کې کابل ته ستون شو.

د نوموړي تر ستنېدو یوه اونۍ وروسته د جولای پپر ۳۰ ولسمشر غني ور سره ولیدل.

جنرال دوستم لا هم خپل کاري دفتر ته نه ځي.

پوښتنه دا ده چې ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو لپاره څوک د مرستیالانو په توګه غوره کوي؟

په ځواب کې فضل محمود فضلي وايي، چې په دې هکله پرېکړه شوې خو تراوسه اعلان شوې نه ده.

له طالبانو سره سوله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۷ کال د مۍ پر څلورمه ګلبدن حکمتیار ارګ کې، چې د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر په هڅو ور سره د سولې تړون وشو.

اشرف غني له بلومبرګ سره مرکه کې د خپلو کارونو د بشپړولو ترڅنګ د خبرو مېز ته د وسلوالو طالبانو د راوستلو لپاره د امریکا هڅو ته هم اشاره کړې ده.

د ولسمشر غني حکومت د ۲۰۱۷ کال مۍ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې تړون وکړ.

نوموړي له وسلوالو طالبانو سره هم د سولې هڅې پیل کړې او ور سره امریکا هم له طالبانو سره د خبرو لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وګوماره.

اشرف غني د ۲۰۱۸ کال د پرورۍ پر ۱۸ د کابل بهیر دویمه ناسته کې وویل، چې طالبانو سره د سولې لپاره مخ شرط نه لري او ان د سیاسي ګوند په توګه یې پېژندلی شي.

خو له دې هڅو زیاتېدو سره سره افغانستان کې جګړه ډېره شوې او د سیګار د تېرې ورځې رپوټ وايي، چې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې او افغان حکومت د تېر کال پرتله پر ځمکه ۰،۷ سلنه واک له لاسه ور کړی دی.

پر نیمايي خاوره ولکه

Image caption د سیګار وروستی رپوټ وايي چې پر افغان خاوره د طالبانو کنټرول یا نفوذ ډېر شوی دی.

بلومبرګ هم لیکي چې اشرف غني په داسې مهال د خپلو کارونو د بشپړولو لپاره ځان بیا ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندوي چې وسلوال د افغانستان پر نږدې نیمايي برخه کنټرول یا نفوذ لري.

"زیاتېدونکي ډول ترې خلک سیمو پرېښودلو ته اړ کېږي او د وژونکي کمپاین لپاره نشه يي توکي کاروي، چې له امله یې یوازې تېر کال کې له لسو زرو ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده".

له بلې خوا ویل کېږدل چې د ټاکنو کمېسون نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نېټه اعلانوي، خو داسې ښکاري چې سبا یا راتلونکو ورځو کې یې اعلان کړي.

ورته مطالب