افغان ټاکنې: د ولسمشرۍ ټاکنو مهال وېش اعلان شو
د ولسمشریزو ټاکنو هغه مهال وېش چې د ټاکنو د کمیسیون د سرچینو له خوا بي بي سي ته ورکړل شوی
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه د لیندۍ پر ۲۴مه پیل او ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه وشي.
کمیسیون د جمعې په ورځ په همدې موخه د سیاسي ګوندونو، بهرنیو ډيپلوماتانو او ملي او نړیوالو څارونکو یوه مشورتي غونډه وربللې وه.
د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدایي مهال ویش یوه کاپي ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلې چې ټاکنو کمیسیون یې د کره والي پخلی کوي. ـ
د ټاکنو کمیسیون که له یوې خوا د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو په معلومولو بوخت دی، بل پلو ته یې سلا مشورې پېل کړي چې د ولسمشریزو ټاکنو مهال ویش اعلان کړي.
د دغه کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، دوی دوه بڼې مهال وېشونه جوړ کړي چې د ده په ټکو له سلا مشورو وروسته به یې یو اعلان کړي.
یوه مهال ویش کې راغلي چې د راتلونکې وري/حمل میاشتې په ۳۱ نیټه دې د ولسمشرۍ ټاکنې او په همدې ورځ دې د غزني پارلماني ټاکنې هم وشي، خو په بل هغه کې راغلي چې په همدې نیټه دې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې وشي او د غزني پارلماني ټاکنو ته ځانته نیټه وټاکل شي.
د یوه مهال ویش یوه کاپي ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلې چې ټاکنو کمیسیون یې د کره والي پخلی کړی، خو ویلي دي چې دا وروستی نه دی.
په دې کې راغلي چې د قوس یا لیندۍ له لومړۍ نیټې به تر یوې میاشتې پورې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه کیږي او د همدې میاشتې له څلورویشتمې د مرغومي/ جدي میاشتې تر ۹ به د نوماندانو نوم لیکنه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیالې وسیمه بادغیسي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه به د مرغومې تر نهمې پورې د ۱۵ ورځو لپاره روانه وي.
د پارلمان ټاکنې د تلې پر ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې
په مهال ویش کې دغه راز راغلي چې د دلوې له ۲۷ مې به د وري حمل میاشتې تر ۲۸ د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې ترسره کیږي او د ټاکنو پایله به د غبرګولي میاشتې په ۹ نیټه اعلانیږي.
دلته راغلي، که د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، کمیسیون به یې د غبرګولي میاشتې په۲۳ نیټه ترسره کوي.
له دې سره کابل کې د ټاکنیزو ټکټونو او ډلو پر جوړیدو هم د سیاستوالو مشورې او لیده کاته پېل شوي دي.
تېره ورځ ولسمشر هم له بلوم برګ امریکایي رسنۍ سره مرکه کې ویلي و چې د راتلونکو ټاکنو نوماند دی چې خپلې پاته دندې بشپړې کړي. له دې وړاندې عبدالله عبدالله، په هند کې پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي او د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داود زي د خپلې نوماندۍ خبره کړې ده.