فکرلارې: ځوانان پارلمان کې څه بدلون راوستی شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: په نړۍ کې د ځوانو پارلمانونو تجربې

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو کې د کاندیدانو یوه لویه برخه ځوانان وو. د نړۍ په کچه د پارلمانونو یوازې ۲،۷ سلنه تر ۳۰ کلونو ټیټ عمر لري. خو په دا وروستیو کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ځوانو کاندیدانو شمېر لوړ شوی.

څه بدلونونه راوستلای شي؟ نړۍ کې د نورو ځوانو پارلمانونو تجربې څه دي؟ د بي بي سي فکر لارې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې کوو.

په کاناډا کې د کارلیټن پوهنتون مرستیال استاد ایمل یوسفزی، د پاکستان پارلمان کې نوی غړی محسن داوړ او په لندن کې د اروپا د ځوانانو پارلمان غړی شکر الله لودین د دې بحث ګډونوال دي.