روسیه کې د باچاخان او عدم تشدد په اړه کنفرانس

اسفندیار
Image caption اسفندیار ولي خان غونډې ته وویل، هغه هېڅکله قیمتي جامې وا نه غوستې. ګران بیه خواړه یې و نه خوړل، غوښتل یې چې خلک وروزي

د روسیې ورنيژ پوهنتون کې نن (سې شنبه نومبر شپږمه) د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.

دغه علمي کنفرانس ته چې ''د باچا خان عدم تشدد فلسفه او د پښتنو نن سبا '' نوم ورکړل شوی و، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم بلل شوی و.

غونډه د ورنيژ دولتي پوهنتون مشر په خپله وینا پرانیستله. غونډې ته وینا کې اسفندیار ولي خان وویل:

''نېلسن منډېلا سره مې لیدنه کې هغه ته وویل، چې د باچا خان لمسي یم، نو ویې ویل، زندان کې مې د باچا خان فلسفه لوسته، هغه مې د مبارزې د لارې استاد دی. ما ورته وویل چې موږ پښتانه افغانان یو او د هغه د لارې پېروان. ''

ښاغلي اسفندیار زیاته کړه:

''هغه هېڅکله قیمتي جامې وا نه غوستې. ګران بیه خواړه یې و نه خوړل، غوښتل یې چې خلک وروزي او په دې لاره کې بریالی هم شو. ''

دغه کنفرانس په داسې حال کې په روسیه کې جوړېږي چې کوربه هېواد له یوه لوري د افغانستان په موضوع کې پاکستان ته په نژدې کېدلو سره د نوامبر پر نهمه نېټه د طالبانو له یوه ډله استازو سره 'مسکو فارمټ ' کنفرانس جوړوي او له امریکا سره په سړه خوا مبارزه کې غواړي د افغانستان په چارو کې خپل حضور ښکاره کړي.

د باچا خان عدم تشدد او نورې مبارزې

خان عبدالغفار خان، یو خوب یو حقیقت

پښتونخوا کالم - د ولي باغ نه تر شيشم باغ پورې

بل لور ته همدا اوس د روسیې او پاکستان ګډ نظامي تمرینونه روان دي.

دا تمرینونه تر ډېره په پښتون مېشتو سیمو کې ترسره کېږي او روسیه دې ته اړه ده چې د پښتنو یو ډول رضایت له ځانه سره ولري چې له انګلستان سره د مقابلې نوی دهلیز پرانیزي.

Image caption غونډې ته د روسیې او نړۍ له بېلا بېلو برخو ګډونوال راغلي وو

څرنګه چې د باچان خان د عدم تشدد نظریه او د خدایي خدمتګارانو تحریک فعالیتونه د هند په نیمه وچه کې د انګلیسانو د حضور پرضد خاموشه پاڅون شمېرل کېده، د روسيي دغه اقدام، په حقیقت کې د انګلیس پر وړاندې د یوې نوې تبلیغاتي جبهې د پرانیستلو په مانا هم شمېرل کېږي.

په ځانګړې توګه داسې حال کې چې د روسيي او برتانیې مناسبات هم په دې ورځو کې ترینګلي ښکاري.

اړونده مطالب