افغانستان کې پر طلاق شویو ښځو څه تېرېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د طلاق او تفریق پېښې ۱۹ سلنه ډېرې شوي

افغانستان کې د طلاق او تفریق د زیاتیدو په تړاو د بي بي سي د ځانګړو رپوټونو په لړ کې مو دا ځل تر طلاق وروسته د ښځو د ژوند څرنګوالي ته کتنه کړې.

له طلاق وروسته ژوند د ځینو لپاره تریخ شوی، خو یو شمېر طلاقې شوې ښځې بیا د هغو دودونو پر ضد مبازره کوي چې ښځې پکې ځپل کېږي.

په افغانستان کې د طلاق او تفریق قانوني پړاوونه

افغانستان کې د طلاق او تفریق پېښې ۱۹سلنه ډېرې شوې

په افغانستان کې تر ډېره طلاق شوې ښځې د کلتوری او ټولنیزو شرایطو له کبله تر نارینه وو له زیاتو ستونزو سره مخامخېږي.

بي بي سي له یوې داسې ۱۸ کلنې ښځې سره خبرې وکړې چې له خپل ۵۰ کلن خاونده جلا کېدو اړایستلې چې (امن خونې) ته پنا وروړي.

په دې رپوټ کې دا ښځه د جمیلې په مستعار نوم یاده شوې. نوموړې وایي د واده مراسمو له ترسره کېدو پرته د خاوند کورته بېول شوې.

جمیله وایي، د ډېر تاوتریخوالي له کبله له خپله خاونده جلا شوې:

''ډېره یې وهلم ټکولم. په ژوند نه پوهېدم. په کور کې یې خوشحاله نه وم. څلور لوڼې یې درلودې او ټولو راسره ظلم کاوه. زه یوازې وم او دوی څلور. بې دلیله یې وهلم، ټکولم. که به مې خبرې هم کولې وهلم یې. که به پټه خوله ناسته وم نو هم یې وهلم.''

د انځور حقوق Getty Images

جمیله اوس یوازی ده. له طلاق وروسته په ټولنې یا کورنۍ ته ورګډېدل د ښځو لپاره یوه ننګونه وي.

جمیله او دې ته ورته هغه ښځې چې له خاونده جلا کېږی معمولاً یې په خپلو کورنیو کې بیا هرکلی نه کېږی.

د جمیلې لپاره واده او طلاق دواړو سرخوږی جوړ کړی، خو یو شمېر داسې ښځې هم شته چې تر تفریق یا په خپله خوښه له خاونده تر جلا کېدو وروسته یې په ژوند کې نوې پاڼه غوړیدلې.

د ښځو د چارو فعالې ویدا ساغري اووه کاله مخکی له ګډ ژونده لاس واخیست او له مېړه جلا شوه.

نوموړې وایي:

''یو بدلون راغلی چې هغه زما د خوښې بدلون و. هغه څه چې مې غوښتل هغه ته ورسېدم. د کار حق، له کوره د وتلو او ننوتلو حق، دا چې څه وکړم څه ونه کړم، څه واغوندم او څه وانه غوندم او دا چې خپله کوچنۍ او لویې پرېکړې خپله کوم. دا ښه شوه. بده نه وه.''

مېرمن ساغري وایي له خاونده تر جلا کېدو وروسته یې ژوند تر پخوا ښه دی، خو د هغه اولاد برخلیک ټاکل چې له دې سره پاتې شوي یوه جلا ننګونه ده. خو نوموړې وایي په دې برخه کې به هم بریالۍ وي:

''اوس زما کوچنیان داسې فکر کوي چې دوی دوه کوره لري. یو زما کور دی او هغه بل د دوی د پلار کور دی. هر کله چی وغواړي کولای شي چې خپل پلار سره ژوند وکړي او یا زما سره ژوند وکړي.''

د انځور حقوق Getty Images

بي بي سي په یوه څېړنه کې موندلي چې په افغانستان کې د ثبت شویو طلاقونو او تفریق شمېر په یوه کال کې ۱۹ سنله لوړ شوی دی.

د طلاق سند پړاوونه په افغانستان کې په درېیو محکمو کې نهايي کېږي او میړه، ښځه بیا ګوښی ژوند پيلوي، داسې ژوند چی د دواړو لپاره تر پخوا پېچلی ښکاري.

ورته مطالب