د زېږون پر مهال د مېندو مړینې له کبله د افغانستان دریم ځای
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زېږون پر مهال د مېندو مړینې له کبله د افغانستان دریم ځای

د شمېرو له مخې افغانستان د نړۍ په کچه له جنوبي سوډان او کانګو جمهوریت وروسته درېیم هیواد دی چې د ماشوم زېږون پر مهال د میندو مړینه پکې زیاته ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هرو سلو زرو ژوندیو زیږونونو کې ۶۱۶ میندې مري. طبي کارپوهان یې یو لامل د پرله پسې ماشومانو زېږول بولي. د عامې روغتیا وزارت اوس په بېلا بېلو روغتونونو کې د کورنۍ تنظیم په موخه د مشورو ځینې مرکزونه جوړ کړي تر څو کورنیو سره کار وکړي چې د ماشومانو د زیږون تر منځ واټن په پام کې ونیسي.آریا احمدزۍ یې له کابله نور جزییات لري.