دفاع وزارت: د غزني جګړه کې ۳۹ طالبان وژل شوي

د انځور حقوق Shahhussain Murtazawi/facebook
Image caption شاه حسین مرتضوي و ايي، غزني ته تازه دم سرتېري رسېدلي دي.

غزني کې چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو له جاغوري ولسوالۍ طالبان بهر کړي دي

د غزني ولایتي ویاند محمد عارف نوري پنجشنبې د لړم ۱۷ بي بي سي ته وویل، تېره شپه هم ځای ځای په جاغوري ولسوالۍ کې جګړه روانه وه خو طالبان له دې ولسوالۍ اوس ایستل شوي دي.

* په غزني کې څه تېر شول؟

* غزني: د اوبو لښتي کې تاریخي اثار موندل شوي

دی وايي، مرستندویه امنیتي ځواکونه له مرکز څخه ولسوالۍ ته رسېدلي او اوس هم په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په ټویټ کې لیکلي په دغو نښتو کې ۳۹ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Shahhussain Murtazawi/facebook
Image caption د افغان ولسمشر ویاند وايي، چې د پوځ چورلکې هم جاغوري ته رسېدلې دي.

د طالبانو ادعا

طالب جنګیالیو تېره ورځ جاغوري ولسوالۍ کې پراخ بریدونه وکړل.

دوی دا ادعا کوله چې ۹ پوستې یې نیولې او ۲۵ افغان سرتیري یې وژلي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، جاغوري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته او همدارنګه د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمېر هم معلوم نه دی.

تېره ورځ د والي ویاند، د دریو پولیسو وژل کېدل او د پنځه نورو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې وه.

د انځور حقوق NDS
Image caption پرون سهار جاغوري کې طالبانو بریدونه پیل کړل.

ډېره امن ولسوالي

په جاغوري ولسوالۍ کې جنګ د سیمې ډېر اوسیدونکي کور پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک یو شمېر انځورنه خپاره کړي او لیکلي دي چې مرستندویه امنیتي ځواکونه جاغوري ولسوالۍ ته رسیدلي دي.

جاغوري د افغانستان خورا امن ولسوالي بلل کېږي او اوسېدونکي یې هم هزاره دي.

ورته مطالب