امریکا: روسیه مسکو ناسته کې د افغان حکومت استازیتوب نه شي کولی

د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي د حاجي دین محمد په مشرۍ دغه ناسته کې ګډون کړی
Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي د حاجي دین محمد په مشرۍ دغه ناسته کې ګډون کړی

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو د سولې فارمټ په نامه غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، روسیه داسې یو موټی افغانستان غواړي چې هر وګړی پکې خوشال واوسي.

"روسیه داسې افغانستان نه غواړي چې د بهرنیانو ترمنځ د جګړې ډګر وي".

نوموړي په دې خبرو کې د افغان سولې شورا او د طالبانو د پلاوي ګډون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره په لار جوړولو کې یو پرمختګ وباله.

"موږ باوري یو چې ټول مسوول سیاستوال به د خپلو ډلو یا ګوندونو د ګټو پر ځای د ټول افغان ولس ګټې غوره بولي".

د طالب پلاوي‌ مشر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د جګړې لامل د بهرنیو ځواکونو شتون وباله او داسې یې وښودله چې ګواکې طالبان هیڅ جګړه نه کوي .

ښاغلي ستانکزي د ترهګرۍ او مخدره موادو په اړه وویل چې طالبان له دې سره کار نه لري او زیاته یې کړه چې مخدره مواد دطالبانو په وخت کې نه کرل کېدل، خو په وینا یې اوس ۳۲۷ نقطو کې کرل کېږي او په کال ۹۰۰ ټنه هیرویین په افغانستان کې تولیدېږي.

ده وویل تر اوسه پورې ۶۰۰ زره افغانان وژل شوي دي او داعش هره ورځ په افغانستان کې زیاتېږي.

د افغانستان د سولې عالي‌ شورا هم یادې غونډې ته یو پلاوی ور لېږلی و.‌ د دې پلاوي مشر حاجي دین محمد په خپلو خبرو کې په افغانستان کې روانه جکړه وغندله او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې د سولې لار ومني.

بل لور ته د مسکو له غونډې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر روسیې غږ وکړ، چې هیڅوک حق نه لري له طالبانو سره خبرو کې د افغان دولت ځای ونیسي.

* 'د روسانو د خوندیتابه لپاره له طالبانو سره اړیکه'

* په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

* د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

پر افغانستان سربېره امریکا هم دې ناسته کې ګډون رد کړی، خو مسکو کې یو امریکايی ډيپلوماټ دې ناستې ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رابرټ پالادینو واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې د کابل په سلا او همغږۍ یې د سفارت دا کارمن دې غونډې ته استولی دی.

د انځور حقوق Getty Images

هغه زیاته کړه: "د افغان حکومت په همغږۍ د امریکا د سفارت د کاري کچې یو کارمن به دې غونډه کې ګډون وکړي او هلته به خبرې وڅاري".

د نوموړي په خبره، واشنګټن په دې نظر دي چې ټول هېوادونه د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ وکړي.

"موږ دا ډاګیزه کړې چې د روسیې په ګډون هیڅ حکومت نشي کولی له طالباو سره خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب وکړي".

هغه دا هم وویل، چې امریکا له ټولو خواوو سره په ګډه د سولې د ملاتړ او اسانولو لپاره ګډ کار ته چمتو ده.

غونډه کې پر څه خبرې کېږي؟

Image caption د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې له ګډونوالو سره روغبړ کوي.

په دې غونډه کې د سیمې د مهمو هېوادونو استازي او د سولې عالي شورا دوه مرستیالان او دوه غړي او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ ګډون لري.

د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې د مسکو د جمعې ورځې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو یا مرستیالانو په کچه د یوولسو هېوادونو استازي ګډون کوي.

دا غونډه کرېملین ته نږدې د مسکو سین پر غاړه په مهم ځای-پریزیډېنټ هوټل کې- د څو ساعتونو لپار جوړېږي.

* روسیه څومره مهم نړیوال ځواک دی؟

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري- چې مسکو ته دې ناستې ته ورغلی- وايي، د سرګي لاوروف له پرانیستونکې وینا وروسته د هر هېواد پلاوی له پنځو تر اوو دقیقو وینا کوي.

د نوموړي په خبره، له دې ویناوو وروسته بیا مهمه دا چې پر ځانګړې ایجنډا خبرې کېږي:

"د غونډې ګډونوال په دې بحث کوي چې د افغان حکومت په مشرۍ او د طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي".

ټاکلې وه سپټمبر کې دا غونډه وشي خو د اګسټ په ۲۷ د افغان ولسمشر او روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر ټلېفوني خبرو وروسته وځنډول شوه.

سیمې ته د خلیلزاد تګ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیمې ته زلمی خلیلزاد بیا ځي چې پر افغان سوله خبرې وکړي.

په دا مهال ویل کېږي چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد بیا سیمې ته خوځېدلی.

نوموړی افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې نورو هېوادونو ته په اوسني سفر سره بیا پر سوله خبرې کوي.

دا سفر په داسې مهال دی چې د پاکستان له بند د طالبانو د یوه مهم مشر خوشي کولو کې د هغه رول د نوموړي ارزښت ډېر کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه یې ملا برادر خوشی کړی دی.

* د سولې پر خبرو ټينگار له چارې او که له ناچارۍ؟

* "د سیمې متضادو ګټو په افغانستان کې روانه جګړه نوي پړاو ته رسولې"

ملا برابدر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال او له نږدې اتو کلونو راهیسې د پاکستان بند کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې وايي، چې زلمی خلیلزاد د نومبر له اتمې تر شلمې سیمې ته په سفر ځي.

ښاغلی خلیلزاد په دغه سفر کې له افغان چارواکو او نورو اړوند خواوو سره پر سوله خبرې کوي.

نوموړي تېر سفر کې له ښکېلو لورو غوښتي و چې د سولې خبرو لپاره واکوال پلاوي وګوماري.

د افغانانو په مشرۍ خبرې

د انځور حقوق Reuters/Arg
Image caption ټاکلې وه سپټمبر کې دا غونډه وشي خو د اګسټ په ۲۷ د افغان ولسمشر او روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر ټلېفوني خبرو وروسته وځنډول شوه.

افغان ولسمشر تېره سې شنبه( د نومبر۶) کابل کې د ناټو سرمنشي سره تر لیدنې وروسته ګډه خبر غونډه کې د ملا برادر خوشي کېدل یو کوچنی ګام وباله او زیاته یې کړه، چې پاکستان باید نور لوی کارونه وکړي.

نوموړي دا هم وویل د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له طالبانو سره اړیکه کې دی:

د ولسمشر غني په خبره، په دې هېواد کې د سولې او د روانې جګړې د ختمولو لپاره به هر ډول مذاکرات افغان حکومت پخپله کوي.

ورته مطالب