طلاق او تفریق: افغانستان کې یې پر ماشومانو اغېز

افغانستان
Image caption طلاق یا د ښځې او خاوند جلا کېدل سره له دې چې د کورنۍ ښیرازي له منځه وړي د ماشومانو پر رواني وضعیت خورا لوی اغېز لري.

د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې په افغانستان کې د طلاق او تفریق د ثبت شویو فیصلو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی.

په افغانستان کې د طلاق د مختلفو اړخونو په هکله زموږ د ځانګړو رپوټونو په لړ کې دا ځل د کورنۍ پر ماشومانو د ښځې او مېړه د جلا کېدو اغېزو ته مو کتنه کړې.

طلاق یا د ښځې او مېړه جلا کېدل سره له دې چې د کورنۍ ښیرازي له منځه وړي د ماشومانو پر رواني وضعیت خورا لوی اغېز لري.

ماشومان د طلاق د اخیستلو پر سر د شخړو پر مهال د یوه نامالومه برخلیک سره مخامخ کېږي.

زموږ همکار وحید پیکان کابل کې د یوشمېر هغو کورنیو کیسې په دې رپوټ کې رانغښتې چې د طلاق پر مهال او یا له هغو وروسته د ماشومانو برخلیک ته پکې کتنه شوې.

افغانستان کې د طلاق او تفریق پېښې ۲۵ سلنه ډېرې شوې

په افغانستان کې د طلاق او تفریق قانوني پړاوونه

افغانستان کې پر طلاق شویو ښځو څه تېرېږي؟

دلته په کابل کې په یوه فامیلي محکمه کی د ماشومانو پر سر لفظي شخړه روانه ده. د ماشومانو مور طلاق اخیستۍ او له خپل مېړه جلا شوې، خو د ماشومانو پر سر شخړه پر ځای پاتې ده.

د دې ښځې لپاره تر طلاق وروسته له پلاره ليرې د ماشومانو روزنه یوه ننګونه ده.

خو په ځینو نورو کورنیو کې د ښځې او مېړه د جلا کېدو کیسه بل ډول ده.

یوه بله ۲۱ کلنه ښځه دوه کاله کېږي چې هڅه کوي له خپله مېړه جلا شي، چې نوم یې نه شو اخیستلای.

په محکمه کې د دې دوو ماشومانو د مور د طلاق پړاو لا نه دی ترسره شوی، خپله د امن په یوه خونه کې ساتل کېږي.

دا ځکه د امن خونې ته ورغلې چې د دې څانګې او د مدافع وکیل په مرسته خپله قضیه تعقیب کړي.

ټوله پریشاني او فکر یې دا دی چې د دریو ماشومانو چې یوه یې په نس کې دی برخلیک به څنګه شي.

د انځور حقوق Getty Images

هغه وايي: ''تل شپه او ورځ په دې فکر کې یم چې څنګه به شي؟ که زه خپل اولادونه راسره ولرم آیا راتلونکې به یې نېکمرغه وي که بدمرغه؟ دا نو خدای ته مالومه ده. دوې میاشتې کېږي چې د امن په خونه کې یم. په دې دوو میاشتو کې زما مېړه بیخې نه دی راغلی چې اولاد مې دی. وکیل مې ټیلیفون هم ورته کړی و او ده ویل چې په کار مې نه دي، خو اوس چې محکمې ته راغلی ادعا کوي چې اولاد غواړم. ''

په طلاق کې مختلف شرایط موجود دي. کله مور هڅه کوي چې ماشومان خپل کړي او کله پلار، خو قانون په دې اړه څه وایي؟

دا مې په کابل کې له یوې مدافع وکیلې وږمې رحیمي نه وپوښتل:

''په هغو قضیو کې چې مثلاً پلار معتاد وي، محکمه هڅه کوي چې ماشوم مور ته وسپارل شي. ډېری داسې ميندې دي چې د تفریق د موضوع د ترسره کېدو سره سم د دویم واده لپاره اقدام کوي چې په دې ډول پېښو کې بیا ماشوم زیانمنېږي، ځکه کله چې مور یې په بل کور کې واده کوي طبعاً ماشوم هلته د هغې کورنۍ له خوا یې ساتنه نه کېږي. یا وایي دا ماشوم په موږ پورې اړه نه لري. په دې شرایطو کې بیا محکمه چې ماشوم تر اوه یا نهه کلنۍ مور ته ورکوي، نو ورته وایي چې که بیا واده کوې نو ماشوم باید د هغه پلار ته وسپاري. ''

خو د طلاق یا تفریق پر مهال څه باید وشي چې د ماشومانو رواني وضعیت باندې ناوړه اغېز ونه کړي؟

ویدا ساغری خبریاله او شاعره ده. دا تر څلورو کلونو هڅو وروسته په دې وتوانېده چې له خپل مېړه جلا شي. له دې مې وپوښتل چې دا تجربه د دې ماشومانو ته په څه قیمت تمامه شوې؟

ویدا ساغري وایي:

''زما ماشومان چې هر کله وغواړي له خپل پلار سره خبرې کولای شي. دوی جلا ټیلیفون لري. دوی ته مو داسې څرګنده کړې چې هم پلار لري هم مور لري. دوی فکر کوي چې دوه کورونه لري. یو دا کور چې راسره اوسېږي او بل یې د پلار کور. زما ماشومان باید زما د جبهې یوه برخه ونه ګرځي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر دې هم ټینګار کېږي چې ښځه او مېړه یې هغه مهال چې نور نه غواړي یو د بل سره پاتې شي باید د ماشومانو په وړاندې منفي احساسات څرګند نه کړي

ارواپوهان سپارښتنه کوي چې مور او پلار باید د طلاق پر مهال د خپلو ماشومانو سره د طلاق په اړه خبرې وکړي چې د دې تجربې منفي اغېزې راکمې کړي.

د دې ترڅنګ پر دې هم ټینګار کېږي چې ښځه او مېړه یې هغه مهال چې نور نه غواړي یو د بل سره پاتې شي باید د ماشومانو په وړاندې منفي احساسات څرګند نه کړي او دا هم باید هېر نه کړي چې خپلو ماشومانو ته هم کافي وخت په پام کې ونیسي.