د افغانستان اوبه: لومړی باید له کوم ګاونډي سره ستونزه حل شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د اوبو تر ټولو لویه حوزه د هلمند سیند حوزه ده

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له ګاونډیانو سره ډیرې شریکې اوبه لري. د دې هېواد د اوبو له پنځو حوزو، څلور هغه یې نړیوالې دي.

د اوبو د ښه مدیریت او په دې اړه د ستونزو د کمولو لپاره، افغانستان ته پکار ده چې له خپلو ګاونډیانو سره د اوبو د ستونزو په حل پیل وکړي، چې په راتلونکي کې یې ستونزې کمې شي او په نورو مهمو ملي او نړیوالو مسایلو باندې تمرکز ته لار پرانستل شي.

* د سلما بند پرانیستې لپاره لسیزې اتنظار

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

* افغانستان کې د اوبو کمښت؛ د نن اندېښنه که د سبا ناورین؟

د اوبو د مسلې په حل کې ځنډ او راتلونکي ته یې پرېښودل د ګټې پر ځای نور هم زیانونو رسولی شي او ځینې ګاونډیان په همدې دلیل په افغانستان کې لاسوهنې ته دوام ورکوي او یا یې توجیه کوي.

راځئ پر دې وغږېږو چې افغانستان باید لومړی له کوم ګاوندي هېواد سره د اوبو پر ستونزه خبرې وکړي.

په دې لړ کې باید لومړی د افغانستان د اوبو پنځو حوزې وپېژنو.

د اوبو لومړۍ حوزه:

د انځور حقوق MEW/UNDP
Image caption د افغانستان پنځه سیندیزې حوزې او له هغوی څخه ګاونډیو هېوادونو ته بهېدونکي سیندونه

د افغانستان د اوبو تر ټولو لویه حوزه د هلمند سیند حوزه ده، چې نړیواله یا شریکه برخه یې تر نورو حوزو ډېره کوچنۍ ده.

له همدې امله د دې حوزې د اوبو د ستونزې حل کول یو څه اسانه وو. شاید همدا دلیل به و چې پخواني صدر اعظم موسی شفیق لومړی د دې حوزې د ستونزې په حل کار پیل کړ او په ۱۹۷۳ کال کې یې حل کړه.

خو وروسته له هغې د اقلیمي بدلون ستونزې د اوبو سایکل یا څرخ یو څه اغېزمن کړی.

نو له همدې کبله نه یوازې ایران شکایتونو پیل کړي، بلکې په افغانستان کې دننه د همدې حوزې لاندینۍ سیمې هم ورڅخه زیانمنې شوې دي.

د هلمند پوهنتون استاد ښاغلي محمد موسی عالمي د څیړنو پر اساس، بیا هم ایران له دې حوزې څخه ٪۴۰ ډیرې اوبه ترلاسه کړې دي.

* د هلمند سیند اوبه افغانستان ته څومره مهمې دي؟

* افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون غړی شو

* غني: ۵ کلونو کې د برېښنا عواید د ګمرکي عوایدو کچې ته رسوو

ایران مصنوعي څاګانې او کانالونه ورته جوړ کړي تر څو اوبه بلې سیمې ته انتقال کړي.

د ایران په خاوره کې مصنوعي څاګانې له سټلایټ څخه په اخیستل شویو انځورونو کې له ورایه ښکاري.

له بده مرغه مصنوعي څاګانو د هلمند هامون تر ډېره بریده له منځه وړی او په دې سیمه کې یې د ژویو ژوند مختل کړی.

دا چې افغانستان پر خپلو اوبو کنټرول نلري نو ایران له ټاکل شوې کچې د ډېرو اوبو په ترلاسه کولو عادت شوی.

په کرنیزو محصولاتو او نورو برخو کې یې پانګونه هم له ټاکل شوې کچې ډېره کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اقلیمي بدلون له کبله د ایران یو شمېر سیمې له سختې وچکالۍ سره مخ دي

اوس یې چې د وچکالۍ په موسم کې اړتیا نه پوره کېږي نو له همدې کبله یې شکایتونه پیل کړي او غواړي له افغانستان سره بیا د اوبو پر سر بحث وکړي.

په دې حوزه بیا ځلې بحث یو څه ستونزمن کار دی او قوي دیپلوماسۍ او لوړې تخنیکي پوهې ته اړتیا لري چې افغان دولت تر اوسه دا وړتیا نلري.

که چېرې بیا هم افغان دولت د ایران د فشار له کبله بحث ته حاضریږي نو په کار ده چې تر ټولو د مخه لاندې شرایط په ایران ومنل شي:

لومړی:

د هلمند د تړون پر اساس، افغانستان هره ثانیه ۴ مترمکعبه اوبه د حسن نیت او ګاوڼديتوب لپاره ایران ته وړیا ورکوي.

ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغان دولت له مخالفینو ملاتړ کړی او له افغانانو سره یې هېڅ راز حسن نیت نه دی ښودلی. نو افغان دولت باید دا احساساتی برخه ترې بېرته را وګرځوي او یوازې د ملي ګټو پر اساس ورسره معامله وکړي.

له بده مرغه په ایران کې د افغان مهاجرینو له موضوع څخه دې هېواد ډېره ناوړه ګته ترلاسه کړې، نو ځکه باید افغانستان لومړی د دې ستونزې، یعنی په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک مالومړ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هلمند د تړون پر اساس، افغانستان هره ثانیه ۴ مترمکعبه اوبه د حسن نیت او ګاوڼديتوب لپاره ایران ته وړیا ورکوي.

دویم:

د بي بي سي فارسي وېبپاڼه کې د یوې ایرانۍ متخصصې اغلې فرزانه بذرپور د لیکنې پر اساس، ایران کولای شي له افغانستان څخه اوبه په پیسو را ونیسي.

اغلې بذرپور د نورو نړیوال تړونونو پر بنسټ د هر متر مکعب اوبو بیه ۵۰ سنټه اټکل کړې، چې د کال ۱۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کیږي.

نو که چېرې افغان دولت بیا ځلې د هلمند سیند د اوبو پر سر مذاکره کوي، لومړی باید له ایران څخه د هغو اضافه اوبو پیسې وغواړي چې وار د مخه ایران ته بهېدلي.

درېیم:

باید د هلمند تړون د اوبو په کچه کې یوازې د اقلیمي بدلون اغېز وضع شي او له تړون ډیرې اوبه ایران ته ورنکړل شي.

دا ځکه چې په راتلونکي کې بیا اوبو ته د افغانستان خپله اړتیا نه پوره کېږي.

که چېرې اوس په موقت ډول اوبه پر ایران پلورل کیږي نو باید بیه، موده او نور شرایط یې په روښانه ډول وټاکل شي.

څلورم:

د دې لپاره چې افغانستان ایران ته د اقلیمي بدلون ستونزې په شتون کې د لاسلیک شوي تړون په اساس اوبه برابرې کړي باید ایران، له افغان لوري سره د ذخیروي بندونه په جوړولو کې مرسته وکړي.

له دې سره به افغانستان وکړای شي چې د وچکالۍ په وخت کې له زیرمه شویو اوبو څخه ګټه واخلي.

د اوبو دویمه حوزه:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کجکي بند انځور، چې د هلمند پر سیند جوړ شوی

د افغانستان د اوبو دویمه لویه حوزه د امو سیند ده. د دې سیند ۳۵ سلنه اوبه له افغانستان څخه جوړیږي.

د امو سیند ډېرې اوبه لري او ډېر هیوادونه یې لاندې کړي، نو دا حوزه یوه ستونزمنو حوزه ده، چې حل کول یې د ټولو ښکېلو هېوادونو ګډ کار ته اړتیا لري.

افغانستان له پخواني شوروي اتحاد سره په ۱۹۴۶ کال کې د امو سیند په اړه یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس یې افغانستان کولای شي د امو سیند څخه په کال کې تر ۹ میلون متر مکعبه پورې اوبه واخلي.

د دې تړون قانوني حیثیت د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر ازادېدو وروسته زیانمن شوی، خو کېدای شي د افغانستان او منځۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د خبرو او حساب کتاب لپاره یو اساس وګڼل شي.

سربیره پر دې هم په اوسنیو شرایطو کې د دې حوزې د ټولو ګډو هېوادونو قانع کول یو څه ستونزمن کار دی.

د اوبو درېیمه حوزه:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امو سیند د افغانستان د اوبو دویمه لویه حوزه ده

د مساحت له پلوه د افغانستان د اوبو درېیمه حوزه د کابل سیند حوزه ده چې اوبه یې د ډیورنډ تر کرښې اوړي او بیا له کشمیر او پنجاب څخه د راوتلو اوبو سره تر یو ځای کېدو وروسته د هند بحر ته لویږي.

دا حوزه د کابل - اندس حوزې یوه برخه ګڼل کیږي چې په هغه کې د هند ، کشمیر او پاکستان سیمې هم راځي.

دا چې د ډیورنډ کرښه حقوقي ستونزې لري نو د دې حوزې د اوبو ویش هم ترې اغیزمن کیږي.

* د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

* "که وچکالي همداسې روانه وي د ایران په نوم څه نه پاتې کېږي"

بل پلو بیا د کنړ په سیمه کې د چترال اوبه هم له ډیورند کرښې د افغانستان خاورې ته را اوړي او د کنړ سیند سره یو ځای کیږي.

د یادولو وړ ده چې د ډیورنډ د کرښې وېش د اوبو د ساحې په اساس شوی، یعنې د کومې سیمې اوبه چې د افغانستان خواته ماتې دي هغه سیمه د افغانستان، او د کومې سیمې اوبه چې د بریتانوي هند خواته ماتې وې د هغه د دوی خاوره وګڼل شوه.

خو د چترال په برخه کې دا کار نه دی عملي شوی او داسې بیله شوې چې اوبه یې د ډیورند له کرښې د افغانستان خوا ته راځي.

د انځور حقوق AREU
Image caption د مساحت له پلوه د افغانستان د اوبو درېیمه حوزه د کابل سیند حوزه ده

دا ټول هغه لاملونه دي چې د دې حوزې د اوبو موضوع یې د افغانستان د اوبو د نورو حوزو پرتله ستونزمنه کړې او ممکن تر ټولو وروسته یې په اړه کومه پرېکړه وشي.

د اوبو په اړه د پاکستان اوسني شکایتونه د ډیورنډ کرښې په اړه تر یوې دایمي پرېکړې د مخه هېڅ قانوني بڼه نشي لرلی.

سربېره پر دې، که چیرې د ډیورند کرښې مسله د افغانستان په ګټه تمامه شي، بیا د کشمیر اوبه له کابل سیند سره ګډېږي او د امو د سیند بڼه غوره کوي چې حل یې یو څه اسانه کېږي.

د اوبو څلورمه حوزه:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کنړ په سیمه کې د چترال اوبه هم له ډیورند کرښې د افغانستان خاورې ته را اوړي او د کنړ سیند سره یو ځای کیږي

د افغانستان د اوبو څلورمه حوزه د هریرود سیند حوزه ده، چې له ایران او ترکمنستان سره شریکه ده.

له دې حوزې ایران ته لږې اوبه اوړي. د هریرود پر اصلي سیند، چې د ایران او ترکمنستان پوله جوړوي، دواړو هېوادونو د افغانستان له اجازې پرته په ګډه یو لوی بند جوړ کړی.

د دې حوزې د بالا مرغاب فرعي برخې اوبه یوازې ترکمنستان ته اوړي. دا چې اوسمهال د افغانستان او ترکمنستان اړیکي تر نورو وختونو په ښه پړاو کې دي نو افغان دولت لپاره به له ترکمنستان سره مذاکرات تر ټولو اسانه وي.

* افغانستان کې د وچکالۍ له امله خلک کورونه پرېږدي

* د ګرمي له امله برتانیا کې د خوراکي توکو بیه پنځه سلنه لوړېږي

وروسته له هغې د همدې حوزې دویمه برخه، یعنې د هریرود سیند، چې ایران هم په کې شاملیږي، د بحث لپاره ښه انتخاب دی.

دا حوزه چې شریکان او ستونزې یې لږې دي، د افغان دولت لپاره ښه پیل او د اوبو د ډیپلوماسۍ په برخه کې ښه تجربه کېدلی شي.

د اوبو پنځمه حوزه:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د اوبو څلورمه حوزه د هریرود سیند حوزه ده، چې له ایران او ترکمنستان سره شریکه ده.

د افغانستان د اوبو پنځمه حوزه چې اوبه یې بهر ته نه وځي، شمالي حوزه ده. دا حوزه د افغانستان سرپل، بلخ، سمنګان، جوزجان ولایتونه او د بامیانو یو څه سیمه تر پوښښ لاندې راولي.

د اوبو کچه یې کمه ده او د هندوکش غره له لمنو سرچینه اخلي. د دې حوزې اوبه د افغانستان په کور دننه خلاصیږي او له ګاوندیانو سره شریکې نه دي.

دا یوازنۍ حوزه ده چې له ګاوندیانو سره هېڅ ډول خبرو اترو ته اړتیا نه لري او ټولې ستونزې یې حل دي.

پورتنیو ټکو ته په پام سره افغان دولت ته په کار ده، چې د اسانتیا لپاره، لومړی له ترکمنستان سره د اوبو مسله حل کړي. په دویم پړاو کې د هریرود سیند د اوبو وېش تر نورو حوزو اسانه دی.

ورپسې کولای شي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د امو په سیند ګډ کار وکړي، تر څو د هر هېواد د اوبو برخه وټاکل شي.

د هلمند په حوزه بحث، هغه وخت ګټور دی چې ایران د افغانستان پورتني ذکر شوي شرطونه ومني، او تر هغې باید افغان لوری خپلو پراختیایي پروژو ته په نورمال ډول دوام ورکړي.

او په پای کې دا چې له پاکستان سره د ډیورند کرښې په اړه تر یوې دایمي هوکړې مخکې د اوبو بحث ګټه نلري.

یوازې د بشري مرستو لپاره افغان دولت کولای شي د سیلابونه پر وخت له ډیورند کرښې لاندې برخې ته احوال ورکړي، چې د تلفاتو مخنیوی وشي.

دا چې افغان دولت څرنګه دا کار تر سره کړي، ډېرو قانوني پړاوونو او نویو تخنیکي مطالعاتو او څېړنو ته اړټیا ده، چې د نړیوالو قوانینو په اساس باید عملي شي.

د لیکوال په اړه:

عاصم مایار د کابل د پولې تخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب