جګړې او وچکالۍ اته سوه زره افغانان بې ځایه کړي

Image caption په هرات کې دغه زرګونه کډوال د ژمي د یخنۍ په نژدې کېدو اندېښمن دي چې په څه به ځانونه تودوي.

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د جګړې ډېرېدو زرګونه ملکي کسان بې ځایه او زیانمن کړي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې نژدې اته سوه زره کسان په ټول افغانستان کې او په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا پنځه زره له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

دغه وزارت او مرستندویه ټولنې وایي جګړې تر ټولو ډېر ملکي یا ناپوځي وګړي ځپي.

غزنی، فراه او کندوز هغه ولایتونه دي چې په دې ورستیو کې یې زرګونه اوسېدونکي د جګړو له کبله بېځایه شوي، خو د بې ځایه شویو کسانو لوړه شمېره په غزني کې ثبت شوې.

په دغه ولایت کې شاوخوا درې زره کورنۍ د مالستان او جاغوري په ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له کبله د غزني مرکز یا ګاونډیو ولایتونو ته تښتېدلي دي.

غزني ته د حکومت له خوا یو ورلېږل شوی پلاوی وایي، د جاغوري او مالستان ولسوالیو اویا سلنه خلک بې ځایه شوي.

سږکال تر جګړو وچکالۍ ډېر افغانان بې ځایه کړي

۲۰۱۷ کې ۶۸ میلیون خلک په زور بې ځایه شوي

په کور د ننه بې ځایه شوو افغانانو ته مرستې راټولېږي

د غزني یو اوسېدونکی بوستان علي چې له کورنۍ سره له خپلې ولسوالۍ راکډه شوی وایي: "موږ چې له خپلې سیمې راتلو ما د ناهور په دښته کې لیده چې شاوخوا دوه زره موټر له داسې خلکو ډک و چې خپل کورونه یې پرېښودل او نور سيمو ته تلل."

په لوېدیځ ولایت فراه کې هم د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو د دغه ولایت په مرکز دغه راز د خاک سفید، پشت رود، شیب کوه، قلعه کاه او بالابلوک ولسوالیو اوسېدونکي اندېښمن شوي.

د فراه د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزی وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي ګڼ شمېر خلک بېځایه شي:

"اوس هم خلک څه نا څه هرات او یا نورو ځاینو ته چې خپلوان او دوستان یې دي تللي خو د تېر ځل په څېر نه چې زرګونه کوره له فراه نورو ولایتونو ته لاړل."

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وایي د هغو نژدې اته سوه زرو کسانو له ډلې یوازې نیم میلیون یې د جګړو له امله د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي.

د دغه وزارت د بې ځایه شویو وګړو د څانګې مشر مهر خدا صبار وایي: "افغانستان کې دوه لو لاملونه، یو جګړه او بل وچکالي خلک اړ باسي چې خپل کورونه پرېږدي."

Image caption ملګرو ملتونو د وچکالۍ له کبله د ۲٬۲ میلیون اغېزمنو شویو افغانانو لپاره ۳۴٫۶ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

د کډوالو د چارو وزارت وایي اوس مهال په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر یو نیم ملیون وګړو ته رسیږي او په وینا یې جګړې او وچکالي هره ورځ دا شمېرې لا پسې زیاتوي.

سره له دې چې څو مرستندویه ادارې لکه د سره صلیب کمېټه، سره میاشت، د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او ځینې نورې څانګې زیانمنو شویو وګړو سره په مرستو بوختې دي خو خلک وایي په دې سړه هوا کې ترسره شوې مرستې بسنه نه کوي او ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

ورته مطالب