ټغر اوبدل او پلورل

  • 18 نومبر 2018 - 27 لړم 1397
ټغر
Image caption تر ډېره مېرمنې خپلو کورنو کې ټغر اوبي.

فاریاب کې ټغر اوبدلو ډېرو مېرمنو ته په کور د کار روزګار زمینه برابره کړې ده.

دوی په دې لاسي صنعت سره خپلې کورنۍ ته روزي پیدا کوي او هم یې بازار کې د خلکو لپار روزګار پیدا کړی دی.

د دوی لاس جوړ ټغر د افغانستان د صادراتو یو ډول هم اضافه کړی، چې هر کال بهر ته صادرېدو سره په ملي اقتصاد کې هم اضافه کوي.

ټغر
Image caption د ټغر لاس پلورې مېرمنې.

ځینې مېرمنې ان خپل ټغرونه بازار ته وړي.

ټغر د افغانستان مختلفو شمالي ولایتونو کې اوبدل کېږي.

خو فاریاب د ټغر اوبدونکو ولایتونو په سر کې ځای لري.

ټغر
Image caption له ټغر د جوړو خورجینونو هټۍ.

د فاریاب مرکز میمنه کې ډېر ټغر پلورنځي شته.

هټیوال له ټغر اوبدونکو دا توکي رانیسي بیا یې پر نورو خلکو پلوري.

له دغه ځای نورو ولایتونو او ان بهر ته هم ټغر لېږدول کېږي.

ټغر
Image caption له ټغرونو خورجین هم جوړېږي او د توکو ساتلو لپاره کارېږي.

د فاریاب د ۳۰ سلنه خلکو کار روزګار په ټغر اوبدلو پورې تړلی دی.

خو اوس د دغه صنعت بازار مخ په ځوړ روان دی.

دې چارې ځايي خلک اندېښمن کړي دي.

ټغر

خلک وايي ناامنۍ د دغه صنعت په خرابولو کې لاس لري. خو د تار د کیفیت خرابېدل هم هغه څه دي چې له پام نشي غورځېدلی.