د جاغوري له جګړې د ګیلان ولسوالۍ "۱۲٠٠" کورنۍ بې ځایه شوې

Image caption عبدالمالک وايي، مېرمن یې وژل شوې، درې لوڼه یې ټپي او یو شپږ میاشتنی زوی یې په دواړو سترګو ړوند شوی دی.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په جاغوري کې د نامسوولو وسلوالو له امله په سوونو کورنۍ بې ځایه شوې دي.

دوی دا هم وايي، چې ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ولس ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د یوې کورنۍ مشر عبدالمالک خپلې کورنۍ څلور غړي چې درې نجونه او یو شپږ میاشتنی ماشوم دی د کندهار میرویس روغتون ته وړی دی.

هغه په سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دوراني سره خبرو کې وویل:

"په دې دوو درو شپو کې جګړه نه وه، بې غمي وه بې پیلوټه الوتکه راغله زما په کور یې بمبار وکړ مېرمن یې را شهیده کړه څلور بچیانې یې را ټپیانې کړې. نه طالب و نه وسلوال و، درې نجونه او یو زوی مې ټپي دي".

د غزني د والي ویاند عارف نوري سیمه کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته وویل، جاغوري ته څېرمه د ګیلان رسنۍ سيمه کې د بمبار له امله یو کس وژل شوی او څلور ټپیان دي.

کابل کې مدني فعاله نرګس ترکې- چې اصل کې د غزني د ګیلان اوسېدونکې ده- له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دې بې ځایه شویو لپاره بسپنه ټولوي.

د هغې په خبره، د خپلو داوطلب ځوانانو په مټ یې د ۱۲٠٠ بې ځایه شویو کورنیو شمېر برابر کړی او اوس ورته مرسته ټولوي.

نه پوهېږم چې دولت سره رسمي یا نارسمي وسلوال دي، له جاغوري په دې پلمه چې وسلوال اوسي پر رسنه بریدونه کوي او مرګ ژوبله ماشومانو ته اوښتې ده، دا رسنه ټوله له منځه تللې او اغوجان، شینکۍ او ګوها ته خلک اوښتي، دوه ماشومان له یخنۍ په لار کې مړه شوي دي.

خو د غزني ولایتي شورا کې د ګیلان پخوانی غړی عبدالولي اخونزاده وايي، کله چې طالبان ماتې خوري، رسنۍ لور ته شاتګ کوي، نو حکومت هوانونه توغوي چې له امله یې مرګ ژوبله ولس ته اوښتې ده:

تر کومه حده چې د سیمې خلکو سره زموږ اړیکه ده، نو خلک وايي، د شنبې او یکشنبې په ورځ دا توغندي غورځېدلي او هوانانونه د حکومت ځواکونو توغولي.

د انځور حقوق NDS

خو د غزني امنیه قومندان داود تره خېل له بي بي سي سره خبرو کې دا نه مني چې سیمه کې نامسوول وسلوال شته یا ولسي وګړي په نښه کوي.

نوموړی زیاتوي چې هلته افغان ځواکونه چاڼیز عملیات کوي او ولس ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

په ورته مهال دا مني چې وسلوال طالبان د ولسي وګړو له کورنو کار اخلي، ځکه د دوی عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ دي:

موږ سپکې وسلې کاروو لرې هدفونه په بمبار په نښه کوو، هلته مو بمبار کړی، ممکن له وېرې خلک کډه شوي وي، خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو زیاتوي چې لا هم دوی د ولسي وګړو د بې ځایه کېدو رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

ورته مطالب