افغانستان کې پرسونل ضد ماینونه: د ښځو پرتله سړي ډېر پکې مري

د انځور حقوق LANDMINE AND CLUSTER MUNITION MONITOR

د نړۍ هېوادونه هوډ لري چې هغه موخه تر لاسه کړي چې باید تر ۲۰‍۲۵ پورې نړۍ له ضدپرسونل ماینونو پاکه شي. دا موخه په ډېره برخه نړۍ کې کابو ترلاسه شوې.

نوي ماینونه په ځانګړي ډول د سړک غاړې ماینونه یوازې تر څو نا امنه هېوادونو او غیردولتي وسله والو ډلو پورې محدود دي.

د ماینونو او ډله ییزو وسلو څار ډلې کلني رپوټ کې راغلي چې افغانستان او سوریه د هغو هېوادو سر کې راځي چې اوس هم د ماینونه له کبله مرګ ژوبله پکې خوارا زیاته ده.

د انځور حقوق Landmine and Cluster Munition Monitor

افغانستان کې د پرسونل ضد ماین له لاسه مرګ ژوبله د ۲۰۰۹ پرتله درې برابره زیاته شوې ده. لاندې معلومات له همدغه رپوټ څخه اخیستل شوي او تاسو ته وړاندې شوي.

د لویانو او نارینه وو د مرګژوبلې شمېرې د ښځو پرتله څو برابره زیاتې دي او د دې روښانه لامل دا دی چې ډېری ماینونه په کلیوالو او غرنیو سیمو کې دي چې نارینه پکې ډېری وخت له کوره بهر تېروي.

همدارنګه تېرو کلونو کې د ماین له کبله د ماشومانو مړینه هم څو برابره زیاته شوې ده.

رپوټ زیاتوي چې د نړۍ مرستندویه ټولنې هوډ لري راتلونکی کال د پخوا پرتله ۲۰۰ میلیون ډالره نور هم د ماینونو په پاکولو ولګوي چې د ۲۰۲۵ موخې ترلاسه کولو ته نږدې شي.

د انځور حقوق Landmine and Cluster Munition Monitor

ورته مطالب