افغانستان کې د تلوېزیون پیل: ۴۱ کاله یې څه خپرول؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټلویزیون نړیواله ورځ

په افغانستان کې ۹۳ کاله مخکې د امان الله خان پاچاهي کې لومړی ځل د راډیو غږ له کوټي باغچه نومې ودانۍ واورېدل شو، چې څو کاله وروسته به یې پېړۍ بشپړه شي، خو سفر یې له لوړو ژورو ډک و.

دغه راز پروسږ کال ' ۲۰۱۷ ' افغانستان کې د چاپي رسنیو د پیل یوه نیمه پېړۍ ولمانځله شوه، چې دغه سفر هم له ستړیو مزلونو سره مل و.

بل لور ته د زمان له توپیر سره په افغانستان کې د ټلویزیون نکل هم ډېر مختلف نه دی.

د ټلویزیون له تاسیسه نژدې ۴۱ کاله تېرېږي او نیمې پېړۍ ته په نژدې کېدو دی. افغان ملي ټلویزیون د ۱۳۵۶ کال د کب میاشتې پر ۲۹ د محمد داود خان د حکومت پر مهال لومړی ځل فعال شو.

عبدالله شادان چې د افغان ټلویزیون له لومړنیو مدیرانو و وايي، ټول تجهیزات یې له جاپانه راوړل شوي وو او د جاپاني انجینرانو په تخنیکي مرسته یې په لومړي سر کې د یوه ساعت لپاره ازمایښتي خپرونې پیل کړې، چې وروسته تر شپږو ساعتونو وغځېدې.

د ښاغلي شادان په خبره داود خان حکومت نه یوازې د ټلویزیون کارکونکي د روزنې لپاره بهر ته استولي وو، بلکې ټلویزیون ته یې نوې ودانۍ او سټوډیوګانې هم جوړې کړې.

پر شمشاد برید: مرګ ژوبله او پراخ غبرګونونه

د افغان فیلم ارشیف؛ د تاریخ ازموینه

سیاف: حکومت باید د فحشا او هنر تر منځ څرګنده کرښه راکاږي

د پاچا امان الله خان تاسیس کړې راډیو د هغه د حکومت له ړنګېدو سره تر څو کلونو پورې غلې پاتې شوه.

د داود خان تاسیس کړی ټلویزیون بیا د ده د حکومت له نسکورېدو وروسته د ده پر ضد د تبلیغاتو لپاره وکارول شو، بلکې د پرانیستې ویاړ یې هم نورو د ځان وباله.

د تاریخ پوهانو په وینا د ۱۳۵۷ کال د ثور پر اوومه داودخان له هغو پوځیانو د خپل حکومت ړنګېدو خبر هم له راډیو په خپله واورېد، چې د راډیو ټلویزیون ګډې ودانۍ ته په ټانکونو کې ورغلي وو.

ملي ټلویزیون له هغه څو میاشتې وروسته بېرته د هغه مهال د ولسمشر نور محمد تره کي له لوري پرانیستل شو او د ښاغلي شادان په وینا ۱۹۸۰ کلونو کې یې خپرونې د شوروي سټلایټ په مرسته تر ۱۷ ولایتونو پورې ورسېدې.

بیا یو مهال داسې هم و، چې افغانستان په بې تصویره هېواد مشهور و او تر کلونو پورې د ټلویزیون پرده مړه وه، بلکې په ' دار ' د ټلویزیون ځړولو پېښې هم وشوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو مهال افغانستان په بې تصویره هېواد مشهور و، خو وروسته لسګونه ټلویزیونونو پکې فعالیت پیل کړ

ملګرو ملتونو ۱۹۹۷ کال کې د نومبر ۲۱ مه له دې کبله د ټلویزیون نړیواله ورځ وبلله، چې د ملګرو ملتونو په آند ټلویزیون د عامه پوهاوي یوه مهمه وسیله ده.

سږ کال چې د ټلویزیون نړیواله ورځ لمانځله کېږي، که څه هم تر اوسه لږ افغانان د بېلا بېلو لاملونو له کبله ټلویزیون ګوري، خو افغانستان کې نه یوازې د دولتي ټلویزیون چینلونه او د خپرونو وخت ډېر شوی، بلکې د شخصي ټلویزیونونو شمېر هم لسګونو ته رسېږي، چې شپه او ورځ فعال دي.

بل لور ته د ټلویزیون فعالیت څرنګوالي او ګټورتیا په تړاو لا هم په افغانستان کې دننه ډېرې پوښتنې شته.

پروسږ کال همدغه نومبر میاشت وه، چې پر شمشاد شخصي ټلویزیون وسله والو برید وکړ او له هغه مخکې د ۲۰۱۶ کال پیل کې د یوه بل شخصي ټلویزیون طلوع پر کارکونکو برید وشو، چې اووه کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کلونو ځنډ وروسته د ۲۰۰۱ کال نومبر پر ۱۹ افغانستان کې ټلویزیون خپرونې بیا پیل شوې

دغه راز د هېواد بېلا بېلو برخو کې د دولتي او شخصي ټلویزیونونو یو شمېر خبریالانو په هدفي وژنو کې ژوند له لاسه ورکړی او یا د تاو تریخوالي ښکار شوي دي.

که یوه لور ته د ټلویزیونونو خبریالان او چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي لړ کې شکایت کوي، د زورواکو له تاو تریخوالي سر ټکوي، د زورواکو شکایتونه لري، نو بل لور ته خپله له دغو ټلویزیونونو هم شکایت کېږي، چې ځینې یې د معلوماتو ژر خپرولو په بېړه کې ځینې وخت ان د خپلو خبریالانو خوندیتوب ته اهمیت نه ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ګڼ شخصي ټلویزیونونه فعالیت کوي

بل لور ته که له دولتي ټلویزیونه یوازې د چارواکو خوشحالولو ګیله کېږي، چې له هماغه پیله کېدې، له شخصي ټلویزیونونو بیا د (بې پروګرامۍ) شکایت عام دی.

په شخصي ټلویزیونونو کې د پریمانه هندي، ترکي او نورو ژبو سریالونو په اړه داسې شکایتونه هم وشول، چې ګواکې له ځايي دود، دستور سره په ټکر کې دي او یا دا چې ګواکې دیني، ژبنیزو او توکمیزو اختلافونو ته لمن وهي.

د انځور حقوق Getty Images

د همدې تورونو له کبله د چارواکو له لوري په تېر کې د ټلویزیونونو فعالیتونو بندولو پېښې هم شوې او ځینو ته خبرداري ورکړل شوي.

دغه راز د شخصي ټلویزیونونو په ډله کې ځینې داسې هم شته، چې د ګوندونو او یا لږ تر لږه د ځینې ګوندونو د مشرانو اړوند بلل کېږي او له دې کبله پرې د مشخصو سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره د خپرونو تور پورې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو وخت افغانستان په بې تصویره هېواد مشهور و

خو په دې ټول بحث کې د ټلویزون ورځې لمانځنې لپاره د ملګرو ملتونو دلیل په افغانستان کې لا هم له پوښتنو سره مخامخ دی، چې وخت یې ښايي ځواب ومومي.

ورته مطالب