کابل کې د میلاد النبي پر غونډه برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د میلاد النبي پر غونډه برید

په کابل کې د ديني عالمانو پر غونډه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی، داسې حال کې چې ۹۴ نور په کې ټپیان دي. دا بريد په افغانستان کې دننه او بهر په کلکه غندل شوی او ولسمشر يې خپل هېواد کې نن يوه ورځ ملي ویر اعلان کړی دی. چاودنه تېر ماښام د کابل ښار شمال خوا کې د هوايي ډګر پر واټ د ودونو یوه تالار کې داسې مهال وشوه چې نژدې زر تنه ملایان د اسلام پيغمبر زېږېدو ورځې لمانځنې په موخه سره غونډ شوي وو. اریا احمدزۍ پرې رپوټ لري.