د افغان جګړې خصوصي کول؛ له بلک واټر سره نورڅوک همنظره دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بلک واټر د مشر په هکله ویل کېږي چې افغانستان کې د ولسمشر غني د بریا واکمنېدلو مخالف دی.

انټرنېشنل پاليسي ډايجسټ مجلې افغانستان کې د جگړې د خصوصي کېدو په تړاو ليکلي چې د بلک واټر شرکټ د بنسټګر ارېک پرېنس سربېره د داين کارپ انټرنېشنل امنيتي شرکټ مشر سټيفن فينبرگ هم افغانستان کې د جگړې د خصوصي کېدو وړانديز تر شاه دى.

مجلې د دوى وړانديز او لوړو ژورو ته يې کتنه کړې او وايي که څه هم په نورو برخو کې وار له مخه چارې د خصوصي کېدو پر لور روانې دي خو په دې برخه کې امريکا لا چمتو نه برېښي.

* د افغانستان لپاره د بلک واټر د بنسټګر نوې تګلاره

* "د بلک واټر مشر او ملاتړي افغانان یې نه غواړي اشرف غني بیا ولسمشر شي"

خو ارېک پرېنس د امريکا د گټو په گوته کولو سره، هغه او په دغه صنعت کې ښکېل نور د خپل وړانديز د وړاندې کولو هڅې کوي.

خو امريکا د جگړې خپلو تجربو ته په پام سره دغه راز يوه بنسټيز بدلون ته ښايي هېڅکله چمتو نشي.

افغانستان کې سیمه ییزه حکومتوالي

اېشيا ټايمز مجلې افغانستان کې سيمه ييزې حکومتوالۍ ته کتنه کړې او وايي سيمه ييزې حکومتوالي ته په افغان سياست کې تل د دويمې کچې موضوع په توگه کتل شوې او د سپتمبر يوولسمې له پېښو وروسته هم سيمه ييزه حکومتوالي د افغان دولت جوړونې په بهير کې بريالۍ نه وه.

ليکوال افغانستان کې د سيمه ييزو ادارو تېر تاريخ ته هم کتنه کړې چې په وينا يې نژدې دوه نيمې پېړۍ وړاندې کابل، بلخ، هرات او کندهار د ځانگړو خپلواکو دولتونو په څېر چلند کاوه.

خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې دا بڼه بدله شوه.

ليکوال وايي په تېرو اوولسو کلونو کې ولايتونو ته په ډېر واک ورکولو غور نه دى شوى او د ولايتونو د مشرانو په توگه د حکومت د خوښې کسانو گومارنې هم د امنيت له خرابېدو سره مرسته کړې ده.

ليکوال داسې پايله اخلي چې سيمه ييزو ادارو ته ډېر واک ورکول او ان د رايې اچونې له لارې د واليانو ټاکل به د ولايتونو له ښېرازۍ او امنيت سره مرسته وکړي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې يوې ښځې په لاهور کې په يوۀ وار شپږ ماشومان زېږولي.

په دغو ماشومانو کې پنځې نجونې او يو هلک و چې يوه نجلۍ د زېږون پر مهال مړه شوې.

ډاکټرانو ويلي د تازه زېږېدلو ماشومانو وزنونه ډېر کم دي او دا نشي ويلى چې ژوندي به پاتې شي او کنه.