مدني فعالان: جنیوا غونډه کې د جګړې ختمولو طرحه غواړو

جنیوا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جینیوا کنفرانس هدف له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د ژمنه شویو مرستو بیا تازه کول بلل کېږي

د افغان مدني ټولنو هغه لس کسیزه ډله چې جینیوا کنفرانس کې ګډون کوي وایي، له نړیوالو به د افغانستان اوسنۍ جګړې پای ته رسولو عملي طرحه وغواړي او هېڅوک به نه پرېږدي، چې د افغانستان د اصلي حالاتو خلاف انځور نړیوالو ته وړاندې کړي.

د جینوا کنفرانس هدف له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنې بیا تازه کول او د هغو ۱۵ اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو مرستې ارزونه ده چې دوه کاله وړاندې بروکسل غونډه کې افغانستان ته ورکړل شوې وې.

د دغه کنفرانس کوربتوب افغان حکومت کوي او په دې هېواد کې سوله د اجډا مهمه مسله یاده شوې.

د مدني فعالانو د دغه پلاوي یو غړی رازمحمد دلیلي وايي، د دې لپاره په جنیوا کنفرانس کې ګډون کوي، چې افغان حکومت نړیوالو ته رښتنی انځور وړاندې کولو ته اړباسي.

په افغانستان کې د یوه شمېر مدني ټولنو استازي دا هم وايي، هغه ژمنې چې افغان حکومت په بروکسل کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې، کابو ۵۰ سلنه یې نه دي عملي کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بروکسل غونډه کې له افغانستان سره ټولټال ۱۵ اعشاریه دوه میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه

دغه فعالان وایي، د امنیت ټینګښت، له اداري فساد سره جدي مبارزه، مناسبه حکومتولي او له ټګیو برګیو پاکې ټاکنې هغه موضوعات دي چې افغان حکومت پکې پاتې راغلی.

دغه راز په دې غونډه کې د اصلاحاتو او پراختیا برخه کې د افغان حکومت هڅو ته هم کتنه کېږي.

بروکسل: افغانستان سره د ۱۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه

د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناستې اجنډا کې نه شته

د بروکسل کنفرانس کې میلیارد ډالري مرستو ته د افغانستان هیله مندي

بل لور ته افغان حکومت مخکې ویلي، د شویو ژمنو ډېره برخه یې عملي کړې ده او په ځانګړي ډول حکومت په اقتصادي برخه کې، د کاسا زر، ټاپي پروژه، د افغانستان او پنځو هېوادونو تر منځ د اورګاډي پټلۍ جوړول او له یو شمېر هېوادونو سره د هوایي دهلیزونو پرانیستل خپلې لاسته راوړنې ګڼي.

د دغه پلاوي یو شمېر غړیو په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانانو بنسټیزه غوښتنه د روانې جګړې ختمول دي او دوی به هڅه وکړي چې د جنیوا کنفرانس ګډونوال قانع کړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د حل رښتینې لاره ولټوي.

د پلاوي یوه بله غړې فروزان رسولي وايي، ښه حکومتولي، له اداري فساد سره مبارزه او په سیاسي بهیر کې د ښځو فعاله ونډه نور هغه موضوعات دي چې په جنیوا کنفرانس کې به یې مطرح کړي.

د جنیوا په کنفرانس کې به د هغو ژمنو عملي کېدو پر سره هم خبرې وشي، چې افغان حکومت کابو دوه کاله مخکې په بروکسل کنفرانس کې نړیوالو سره کړې وي.

مخکې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ویلي و، په جنیوا کنفرانس کې به یو شمېر نورې داسې هوکړې او ژمنې وشي چې دواړه لوري به یې د پلي کېدو لپاره ګډه هڅه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنیوا کنفرانس کې به د بروکسل غونډې پر ژمنو هم خبرې وشي

د جنیوا راتلوونکی کنفرانس، چې شپږ ورځې وروسته په سویس کې جوړېږي، د ۷۰ هېوادونو استازي او د ۲۰ نړیوالو سازمانونو غړي پکې ګډون کوي.