افغان ټاکنې: کمېسون د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانول بیا وځنډول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې ټاکنې د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱ نېټه وشوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون یو ځل بیا د ولسې جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو اعلانول وځنډول.

د ولسي جرګې ټاکنې د اکتوبر پر ۲۰ او ۲۱ یا د تلې په ۲۸ او ۲۹ وشوې.

کمېسون ویل چې د تېري لړم میاشتې ۱۹ مه به د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو وروسته ته یې نن جمعه( د لندۍ دوهمه یا د نومبر ۲۳ )د دې ټاکنو د لومړیو پایلو د علانولو ورځ ټاکلې وه.

خو اوس د ټاکنو کمېسون وايي، چې چې د یو شمېر ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر او د تورو او سپینو رایو مالومولو په برخه کې پوره ځیرتیا هغه څه دي چې نن دا پایلې اعلان نه کړي.

* د افغان ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړې نقشه

* کمېسیون: یوازې بایومټرېک رایې به د منلو وړ وي

د ټاکنو کمېسون مرستیاله ویانده کبرا رضايي بي بي سي ته وویل، د رایو بیا شمېرلو بهیر ورووالي او د ټاکنو په اړه شوي شکایتونه په نظر کې نیول، د دې لامل شوی چې لومړنۍ پایلې د لندۍ پر دوهمه اعلان نه شي.

خو کله چې موږ د رایو شمېرلو او بیا ارزولو بهیر ولید. خورا ځنډنی، وخت نیوونکی وو او ډېر دقت ته یې اړتیا درلود. له بده مرغه اوس موږ د مخکنی مهالویش سره سم د ولسې جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلانولی نه شو.

ټاکنو کمېسون لا تر اوسه د لومړنیو پایلو اعلانولو بله نېټه نه ده په ډاکه کړې.

خو په وینا یې، د تورو او سپینو رایو جلا کولو لپاره د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر په پوره دقت روان دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله ۱۲ زره شکایتونه شوي

بل خوا د ټاکنیز شکایتونو کمېسون وايي ۱۲ زره شکایتونو یې تر لاسه کړي، چې پکې ټاکنیزې سرغړونی، ټاکنیزې درغلۍ او تخطې شاملي دي.

د دغه کمېسون کمیشنره حمیرا حقمل وايي ځینې داسې شکایتونه هم دي چې د ټاکنو پر پایلو اغیز کولی شي.

اغلې حقمل وايي هغه کسان چې د دواړو کمیسیون پرېکړې ور ته د منلو وړ نه وي د استیناف غوښتنه کولی شي.

کمېسون لا تر اوسه نه دي ویلي چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلانوي.