ډونلډ ټرمپ: له طالبانو سره د سولې ډېرې قوي خبرې مو پیل کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، ممکن افغانستان ته هم لاړ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له وسله والو طالبانو سره یې د روغې جوړې پیاوړې خبرې اترې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ- چې د افغان کشالې په تړاو ډیر نه غږېږي- دا خبرې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو سره ټلېفوني کانفرانس کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د افغان سولې په هکله دا د خپل ډول لومړنۍ خبرې دي خو "ډېرې قوي او غښتلې خبرې، چې ډېر خلک یې په اړه معلومات نه لري".

* د افغان سولې لپاره د بلې سیمه ییزې اجماع غوښتنه

* طالبان: د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو خبره نه ده شوې

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال دي چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره زلمي خلیلزاد ځانګړی استازی ګومارلی دی.

نوموړي تېره اونۍ قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته هیله ښودلې چې دې برخه کې به پرمختګ وشي.

ښاغلی ټرمپ که څه هم په پرونیو خبرو کې د زلمي خلیلزاد په هکله څه نه وايي، خو زیاتوي د سولې او روغې جوړې د خبرو بریالیتوب به د ده لپاره ډیر د خوښۍ خبر وي:

"موږ په افغانستان کې په ډیرو قوي خبرو بوخت یو. ښايي ډیر خلک له دې خبر نه وي، خو په افغانستان کې په ډېرو جدي خبرو بوخت یو. که یو څه پرمختګ وشي نو دا به ډیر ښه وي او زه به ډیر خوشال شم".

جنګیالي افغانان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ افغانان ډېر جنګیالي خلک وبلل، خو زیاته یې کړه، چې له جګړې ستړي شوي دی.

ډونلډ ټرمپ افغانان ډیر جنګیالي خلک وبلل، خو زیاته یې کړه، چې له څو لسیزو راهیسې دوی په جګړه کې دي او نور له جګړې ستړي شوي دي.

مګر ویې ویل چې لا هم نه پوهېږي د سولې خبرې به بریالۍ شي که نه:

"وبه ګورو چې څه کیږي، خو موږ د سولې لپاره خبرې کوو. نه پوهیږم چې دا خبرې به بریالۍ شي او کنه ، کیدای شي بریالۍ شئ او یا هم بریالۍ نه شي".

د سولې په تړاو د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سیمې له سفر واشنګټن ته ستون شوی.

* طالب استازو 'له اندونیزیايي چارواکو سره خبرې کړې'

* طالبانو بیا له امریکا د افغان شخړې سوله ییز حل غوښتی

هغه په وروستیو څرګندونو د سولې هڅو بریالیتوب ته محتاطانه هیله مندي ښوولې او زیاته کړې یې وه چې وسله وال طالبان په دې پوهیږي چې د جګړې له لارې واک نه شي تر لاسه کوی او د سولې خبرو او روغې جوړې ته یې لیوالتیا ښودلې ده.

د نومبر پر نولسمه ووسلوال طالبانو هم وویل، چې د دې ډلې پلاوي د نومبر پر ۱۴-۱۵-۱۶ له زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د افغان کشالې پر سوله ییز اواري خبرې کړې دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په اعلامیه کې ویلي، چې دا خبرې خورا لومړنۍ وې.

د طالب بندیانو خوشي کول

Image caption زلمی خلیلزاد له افغان ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له طالبانو سره اوربند ته هیله من دی.

امریکا چې افغانستان کې د خپل تاریخ په تر ټولو اوږده جګړه بوخته ده له طالبانو سره یې تېرو ۱۷ کلونو کې له نېغو خبرو ډډه کوله.

خو د روان کال د جولای وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز قطر کې د وسلوالو طالبانو له استازو سره ولیدل.

له دغه ګام وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سپټمبر پر پنځمه وویل، چې افغان توکمه امریکايي زلمی خلیلزاد یې د افغان سولې لپاره استازی وګوماره.

* 'قطر کې طالب چارواکي ولې چوپه خوله دي'

* سرګي لاوروف: روسیه یو موټی افغانستان غواړي

تېر اکتوبر کې سیمې ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته پاکستان د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال ملا برادر له بند خوشی کړی.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت وویل، چې د زلمي خلیلزاد په منځګړتوب ښاغلی برادر له بند خوشی شوی.

د زلمي خلیلزاد د اوسنی سفر په درشل کې هم پاکستان د طالبانو دوه بندیان خوشي کړل.

د مسکو او واشنګټن سیالي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالب استازو سره روغبر کوي.

د افغان سولې په هکله د امریکا هڅې په داسې مهال چټکې شوې چې روسیې هم د نومبر په نهمه مسکو کې د طالب استازو په ګدون د ۱۲ هېوادونو د یوې ورځنۍ ناستې کوربه و.

که څه هم افغان حکومت دې غونډې کې ګډون نه و کړی، خو د سولې عالي شورا پکې برخه درلوده.

له دې غونډې وروسته ځینې شنونکي په دې باور دي چې مسکو او واشنګټن د سولې په برخه کې خپلمنځي سیالي کوي.

ورته مطالب