"که طالبان وي یا نه هند به افغانستان کې ښکېل وي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیکوال افغانستان کې د هند مثبت رول د دغه هېواد د پاتېدو لامل بولي.

که طالبان وي او کنه وي هند به د افغانستان په چاره کې ښکیل وي، دا د هندۍ ورځپاڼې ټیلیګراف د یوه مطلب سرلیک دی.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې په دې تېرو څو اونیو د افغانستان په سیاسي او نظامي ډګرونو ډیر چټک بدلونونه رامنځته شوي:

"له دې ډلې د هند ګډون په داسې یوه غونډه کې چې هلته د طالبانو استازي هم راغلي و".

لیکوال د هند په دریځ کې دا بدلون د هند شاتګ نه بولي.

د مطلب لیکوال وايي په دې وروستیو کې پاکستان د طالبانو د ملاتړ له امله تر ډیر فشار لاندې دی او په امریکا کې د دغه هېواد دوه ګونی چلند نور د زغم وړ نه دی.

د ټیلیګراف ورځپاڼې په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې هند ته پکار دي چې په سیاسي غونډو کې برخه واخلي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د هند نسبي ښه والی دا دی چې په پرمختیايي کارونو بوخت دی او همدا لومړی دلیل دی چې هند به په افغانستان کې پاتې وي که طالبان وي او کنه.

هند افغانستان کې سلمان بند جوړ. هر کال تر زرو افغان زدکوونکي د زدکړو لپاره هند ته بوځي.

دغه هېواد د چابهار بندر له لارې غواړي له افغانستان سره سوداګري ولري او هم افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره د پل په ډول وکاروي.

ټرمپ د تاریخ هېرولو په ناروغۍ اخته دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ دې وروستیو کې بیا وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

دې نیشن ورځپاڼه لیکي د پاکستان کابینې اړوند د اقتصادي همغږۍ کمیټې پاکستانیو سوداګرو ته اجازه ورکړې چې د تور خم له لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو پنبه واردولی شي.

ورځپاڼه لیکي دا غونډه د مالیې وزیر اسد عمر په مشرۍ جوړه شوې وه.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري هغه څرګندونې را اخیستې چې پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیوکو په ځواب کې یې کړې دي.

هغې ویلي ښاغلی ټرمپ د تاریخ هېرولو پر ناروغۍ اخته دی.

د ډونالډ ټرمپ دغو څرګندونو چې ویلي یې و- پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ جګړه کې هیڅ مرسته نه ه کړې- په پاکستان کې ډیر غبرګونونه پارولي دي.

څو عرب هېوادونو د خلکو څارلو لپاره له اسراییل پرمختللې ټیکنالوجي ترلاسه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوتلو سره ورک شو.

له لندنه خپریدونکې ورځپانې القدس العربي د فرانسوۍ ورځپاڼې لوفیګارو په حواله لیکلي چې سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو له اسراییلو د خپلو خلکو د څار لپاره پرمختللې ټیکنالوجي تر لاسه کړې.

ورځپاڼه لیکي همدا ټکنالوژۍ د سعودي خبریال جمال خاشوقجي په څارولو کې کارول شوې ده.

دا ورځپاڼه ادعا کوي چې شونې ده له همدې امله د دغه خبریاله په وژلو کې د اسراییل لاس هم په یوه ډول ښکیل وي.

دغه هېواد خاشقجي د وژلو د پيښې په اړه چپ دی.

د دغې جاسوسۍ وسیلې یوه یې د داسې چا په ټلیفون کې ځای پر ځای کړل شوې چې له جمال خاشقجي سره په اړیکه کې و او هغه د سعودي مخالف و.

اسرائيلۍ ورځپاڼې ها ارټس هم په دې تړاو یو مطلب خپور کړی او زیاتوي بحرین دا ډول وسیلې له ا سراییلو اخیستي دي چې په کارولو یې سیاسي مخالفان وڅاري.