افغان ټاکنې: د پینځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مخکې ویل کېدل چې د لسو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلانېږي

له درې ځله ځنډولو وروسته بالاخره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون نن جمعه ۲۳ نومبر د ولسي جرګې لپاره د پینځو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

مخکې ویل کېدل چې د لسو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلانېږي، خو دایکندي، جوزجان، بامیان، فراه او روزګان هغه پینځه ولایتونه دي، چې نن یې د بریاليو نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.

ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډولو لاملونه د یو شمېر ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر سوکه والی او د تورو او سپینو رایو مالومولو په برخه کې بشپړ ځېرنه او له ځینو ولایتونو کابل ته د ټاکنیزو توکو پر وخت نه رسېدل بللي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد په یوه خبري غونډه کې له دایکندي څخه بریالي نوماندان، سید محمد داود ناصري، ریحانه آزاد، علي اکبر جمشیدي او شیرین محسني یاد کړل.

ښاغلي صیاد دغه راز له جوزجانه د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، زوی باتور دوستم، د هغه د سیاسي سیال او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي، کریم جوزجاني، عزیز الله الفتي او حلیمه صدف کریمي چې ټول نوې څېرې دي بریالي وبلل.

'د کابل ټاکنیز کارکوونکي شړل کېږي او رایې بیا شمېرل کېږي'

'د کابل ټاکنیز کارکوونکي شړل کېږي او رایې بیا شمېرل کېږي'

یوناما: تېرې افغان ټاکنې تر ټولو خونړۍ وې

له روزګانه هم ولسي جرګې ته بریالي شوي کسان لومړی ځل ولسي جرګې ته لار مومي، چې بسم الله جان، قدرت الله رحیمي او انوشه بازکزۍ پکې شامل دي.

د افغانستان له لویدیځ فراه ولایته هم نوي کسان بریالي بلل شوي، چې همایون شهید زاده، عبدالستار حسیني، عبدالجلیل بختور او بلقیس روشن پکې شامل دي.

له بامیان څخه یوازې یو کس سید جمال فکوري بهشتي داسې بریالی شوی، چې مخکې یې هم ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازیتوب کاوه. د لومړنیو پایلو له مخې نور بریالي نوماندان رحیم علیارزاده، ظهرالدین جان آغا او نیکبخت فهیمي دي.

د ټاکنو کمیسیون له خوا د رایو لومړني پایلې په ډاګه کوي چې د یادو پینځو ولایتونو لږو پخوانیو وکیلانو د ولسي جرګې ۱۷ مې دورې ته لار موندلې او ډېر بریالي شوي نوماندان ځوانان دي، چې لومړی ځل به ولسي جرګه کې د خپلو سیمو استازیتوب کوي.

د انځور حقوق Getty Images

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وايي، که داسې باوري ثبوتونه وړاندې شي، چې په ټاکنو کې درغلي ثابته کړي، کېدای شي پایلې بدلون ومومي.

د رواني اونۍ په اوږدو کې به د نورو ولایتونه د بریالیو نوماندانو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي، خو لا مالومه نه ده چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانېږي.