فرانس خبري آژانس کې د عبدالله عبدالله ناندریز عکسونه

دا انځورونه د فرانسې خبري اژانس کې اخیستل شوي د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption دا انځورونه د فرانسې خبري اژانس کې اخیستل شوي

د افغانستان د اجرایيه مشر عبدالله عبدالله هغو خپرو شوو عکسونو چې په فرانسه خبري آژانس کې اخيستل شوي په افغانستان کې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ بحثونه پارولي.

ښاغلي عبدالله په دغو عکسونو کې ځانګړي حرکات کړي.

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د ښاغلي عبدالله دغه تصویرونه په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره د هغه د چمتووالي هڅه بللې.

د کیهان محمدي په نامه یوه کس پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي "ډاکټر عبدالله پاریس ته لاړ او د عکسونو په تر ټولو ښو سټوډیوګانو کې يې انتخاباتي عکسونه واخیستل."

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د افغانستان د اجراییه رئيس په شیک جامو نیوکه کړې. هغوی وايي په داسې حال کې چې افغانستان پر نړيوالو مرستو تکیه لري او د هېواد ډېری وګړي له بې وزلۍ کړېږي یو سياستوال باید تر دې بريده د ګران بیه جامو د اغوستو تږی نه وي.

عبدالله عبدالله: زه ځان مسلمان او افغان بولم

د افغانستان رسنیو هم پر هغه نیوکې کړې چې په هېواد کې له اقتصادي بې وزلۍ سره سره هغه د خپلو جامو په فکر کې دی.

عبدالله عبدالله په افغان چارواکو کې په شيک جامو اغوستو مشهور دی. هغه هم ځینې وخت په دې اړه خبرې کړې او دا يې خپله شخصي سليقه بللې.

لاسي ګړۍ په ۶۷۰۰ ډالره

د انځور حقوق Facebook

څو کاله وړاندې د افغانستان د اداري فساد د مبارزې عالي ادارې د ښاغلي عبدالله د شتمنیو نوملړ خپور کړ چې پکې يې ویلي وو چې یوه لاسي ګړۍ يې ۴۵۰ زره افغانۍ (شاوخوا ۶۷۰۰ امريکايي ډالره) بیه لري او بله لاسي ګړۍ يې هم ۴۳۰ زره (نژدې ۶۴۰۰ امریکايي ډالره) ارزښت لري چې دواړې يې تحفه اخیستې دي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ښاغلي عبدالله په دغو عکسونو کې ځانګړي حرکات کړي.

د افغانستان اجرائيه ریاست پر خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه ليکلي چې ښاغلي عبدالله د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په دېرشمه) د اروپا د اقتصادي همکاريو د سازمان په غونډه کې د ګډون تر څنګ فرانسې ته په خپل سفر کې د فرانسې خبري آژانس په بلنه په پاریس کې د دغه اژانس مرکز ته ورغی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عبدالله له فرانسې خبري آژانس سره له مرکې وروسته "د فرانسې خبري آژانس په غوښتنه د هغوی د عکاسۍ سټوډیو ته تللی او د دغه آژانس یوه مشهور عکاس جویل سګیت يې عکسونه اخيستي".

د انځور حقوق Twitter
Image caption جوېل سګېټ؛ د عبدالله عبدالله دا انځور پر خپل ټویټر خپور کړی
د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ښاغلي عبدالله د چارشنبې په ورځ (لړم ۳۰مه) د فرانسې خبري اژانس ته ورغی

په خبرپاڼه کې راغلي چې " د ولسمشرانو، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او هرمندانو په ګډون د نړۍ مشهور شخصيتونه د عکاسۍ دغې سټوډیو ته وربلل شوي او ښاغلي سګيت يې عکسونه اخیستي".

جویل سګیت هم په خپل اینستاګرام او ټویټر د هغو مشهورو کسانو عکسونه خپاره کړي چې نوموړي اخیستي. د ښاغلي عبدالله عکس يې هم د نومبر په ۲۱مه خپور کړی دی.

د ټولنیزو شبکو ځينو کاروونکو بیا په یو شمېر هغو کسانو چې په دې اړه يې پوستونه خپاره کړي وو، کلکه نیوکه کړې. دوی ليکلي چې په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي پر بې ځایه موضوع‌ګانو بحثونه کوي.

ورته مطالب