مالیې وزارت د دولتي لګښتونو په اړه سپیناوی وړاندې کړی

افغانۍ د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د افغانستان د مالیې وزارت د پلټنې یا تفتیش عالي ادارې هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د ۱۳۹۶ مالي کال اوږدو کې لسګونه ميليارده افغانۍ بېلا بېلو دولتي ادارو لګولي، خو د لګښتونو سندونه یې نه لري.

دغې ادارې څو ورځې وړاندې په خپل تازه راپور کې ويلي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار لګښتونه، د سولې پروګرام، د چارو ادارې مامورينو لوړ معاشونه، د ملي امنیت لګښتونه، د افغانستان بانک د قرضونو جبران او د دولتي ادارو اوپراتيفي لګښتونه بې حسابه پاتي دي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د دا ادعا رد کړې ده او د پورته یادو شویو لګښتونو په اړه یې خپل ځواب او سپیناوی وړاندې کړی.

د تفتیش عالي ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي وو، د ۱۳۹۶ ل کال مالي بودیجې يوه برخه د تېرو کلونو په څېر له ټاکلو موخو سره په ټکر کې د حکومتي ادارو له لوري لګولې شوې ده.

د رپوټ له مخې امنيتي ارګانونه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره، افغانستان بانک او د علماوو شورا هغه بنسټونه دي، چې د دې ادارې په وينا د بوديجې په مصرفولو کې يې روڼوالی نه شته.

"د افغان او امریکايي سرتېرو له سونتوکو ۱۵۴ میلیون ډالر غلا شوي"

سیګار: ناسم مدیریت د حلقوي سړک چارې ځنډولي

سیګار: افغانستان کې د امریکا میلیاردونه ډالره مرستې ضايع شوې

د پلټنې ادارې د دې راپور پر بنسټ د ملي امنيت ادارې ۲۹۰ ميليونه افغانۍ د ګلبدين حکمتيار د امنيتي تدابيرو، لوژستيک، مېشت ځای او دفتر فعالولو پر چارو لګولې.

د دې ادارې مرستيال سيد مهدي حسيني په يو خبري غونډه کې وويل، دا لګښتونه د افغانستان د ولسمشر په حکم د ماليې وزارت ورکړي او د لګولو هېڅ سند په لاس کې نه شته.

''کله چې موږ دا اسناد وليدل، په اسنادو کې د ماليې وزير صېب هم ویلي و، د تدارکاتو د قانون له مخې دې دا طی مراحل او ولګول شي او د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم هم همداسې و چې په دې برخه کې د تدارکاتو قانون مراعت شي، خو موږ چې کله اسناد وغوښتل، په بښنې سره د لګول شويو پیسو په اسنادو کې داسې سند موږ و نه لید چې په هغه کې دې د تدارکاتو قانون مراعت شوی وي. ''

خو د مالیې وزارت د دې ادعا په ځواب کې ویلي، د ښاغلي حکمتیار ټول لګښتونه د ولسمشر د حکم پ اساس او د ملي امنیت د سلاکار په مشوره له اوپراتیفي کوډ ورکړل شوي، چې یوه محرمه وجوه ده.

د مالیې وزارت وایي، د تفتیش عالي ادارې رئیس دا حق او واک لري چې د محرمو لګښتونو یا وجوې په اړه د سندونو پلټڼه او ارزونه وکړي.

د تفتیش عالي رپوټ دا هم وایي چې د ملي امنيت ادارې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ سولې او د خلکو د همکارۍ ترلاسه کولو په پروژه کې لګولې چې د پلټنې ادارې د مسوولینو په خبره، ملي امنيت د موضوع د محرميت په دلیل د اسنادو له ورکړې ډډه کړې ده.

په دې رپوټ کې راغلي ۶،۷ مليارده افغانۍ د افغانستان بانک شتمنۍ د کمېدو د جبران په موخه منظورې شوې چې دا بانک بيا د ماليې وزارت له لوري په دې نوم د بودیجې له ورکړې منکر دی، خو ويلي یې دي، ۷،۹ميليارده افغانۍ یې د کابل له پوروړو ترلاسه کړې دي.

خو د مالیې وزارت دا ادعا هم ردوي او وایي، د ۱۳۹۶ کال په بودیجه کې، چې د پارلمان او ولسشمر لخوا توشیح شوې، د مرکزي بانک د شتمنیو د جبران کمولو لپاره اټکل شوې پیسې د مالیې وزارت لخوا مرکزي بانک ته ورکړل شوي، خو مرکزي بانک یې هم د ترلاسه کولو اعتراف کوي.

د پلټنې ادارې په وينا په ۱۳۹۶ کال کې ارګ، اجرایه ریاست، ملي امینت رياست او سيمه یيزو ارګانونو ادارې نژدې اته سوه ميليونه افغانۍ تر منظور شويو پیسو ډېرې لګولي دي.

په راپور کې راغلي تېر کال يو ميليارد افغانۍ ځېنو ادارو کارکونکو د فوق العاده ( غوره) معاشونو او له کابل ښاروالۍ پوروړو ادارو ته ولسمشرۍ ماڼۍ اجرا کړې چې په اسنادو کې یې څرنګوالی نه شته.

خو د مالیې وزارت وایي، دا پیسې هم د ولسمشر د حکم پر اساس ورکړل شوي او د لوړو معاشونو وړاندیز کوونکې ادارې خپل دلایل لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې مخکې افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې اداره (سیګار) په رپوټونو کې افغانستان کې د حساب ورکړې پر شفافیت شکونه څرګند شوي

د پلټنې ادارې دا هم ویلي وو چې نژدې دوه ميليونه ډالر د حکومت له بوديجې امريکا ته د 'افغان ساتنې ' په نامه د يو غير حکومتي سازمان د غړو پر سفر لګښت شوی او تراوسه یې حساب روښانه شوی نه دی.

خو د مالیې وزارت وایي، دا پیسې دوه ملیونه نه، بلکې دوه لکه امریکایي ډالر دي او د تفتیش عالي ادارې تر خبری ناستې وروسته رسنیو کې په تېروتنه لس چنده ډېرې یادې شوي دي.

د پلټنې عالي اداره یوه له خپلواکو ادارو ده چې يوازې ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسي جرګې ته ځواب وایي، دوی په خپل راپور کې همدارنګه ویلي، تېر کال ۹۲ په سلو کې عادي او ۶۷ په سلو کې پرمختيايي بوديجه لګول شوې ده.

ورته مطالب