د غزني په ګېلان کې څه روان دي؟

د انځور حقوق نرگس ترکي
Image caption د غزني د ګیلان خلکو تېره ورځ هم لاریون کړی و.

له غزني ترلاسه شوي رپوټونه وایي، د ګېلان ولسوالۍ په مرکز جنډه کې د یکشنبې پر ورځ د نومبر ۲۵ بیا مظاهرې شوي.

لاریون وال پر حکومت تور لګوي چې دوه ګونی چلن ور سره کوي او په جاغوري او مالستان کې د طالبانو د بریدونو غچ له دوی اخیستل کېږي.

پارېدلیو خلکو د یکشنبې تر غرمې مخکې د کابل - کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده کړې وه.

دغو خلکو د شنبې په ورځ هم د څو ګړیو لپاره لار تړلې وه.

* په غزني کې څه تېر شول؟

* فراه او غزني کې نښتې: افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله

د انځور حقوق .
Image caption غزنی

د غزني د والي ویاند عارف نوري بي بي سي ته وویل، د جاغوري له جګړې څخه وسله وال د ګېلان ولسوالۍ رسنۍ سیمې ته تښتېدلي او افغان او بهرنیو ځواکونو هلته پرې هوایي بمبار کړی.

نوموړی مني چې په دې بمبار کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ښاغلي نوري په خبره، د همدې هوایي عملیاتو پر ضد یو شمېر خلکو په سیمه کې لاریونونه کړي دي.

د والي ویاند وایي، اوس په ګېلان کې هوایي او چاڼیز عملیات درول شوي، ځکه وېره وه چې ولسي وګړو ته به نوره مرګ وژبله هم ور واوړي.

خو په غزني کې ځايي خلکو د بي بي سي خبریال وایي، افغان ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني له مرکز او له جاغوري ولسوالۍ د ګېلان پر لور د توپونو ډزې کوي.

د انځور حقوق نرگس ترکي
Image caption گیلانوال وايي که حکومت یې غوښتنې ونه مني، پرلت به وکړي.

بل لور ته د غزني د ولایتی شورا پخوانی وکیل عبدالولي خانزاده سیمه کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته ویلي، د یکشبنې ورځې په مظاهره کې په سلګونو خلکو ګډون کړی.

"د مظاهره چیانو نیوکه دا ده چې جګړه د جاغوري او مالستان له ولسوالیو د دوی سیمې ته ور غځول شوې ده".

ښاغلي خانزاده ادعا کوي چې د رسنۍ له څو کلیو خلک د دې جګړې له امله وتلو ته اړ شوي دي، او کورونه يي لوټ شوي دي.

خو د غزني د والي ویاند وایي، سیمه ییزو چارواکو له مظاهره کوونکو سره خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې هلته به د ولسي وګړو د وژنې او د روان وضعیت په اړه جدي پلټنې کېږي.

نوموړی زیاتوي چې تر دې خبرو وروسته د سیمې خلکو احتجاج ختم کړی او د کابل کندهار لاره اوس بېرته پرانیستې ده.