اروپايي مشرانو د دوی له ټولنې د برتانیا وتل تایید کړل

May د انځور حقوق Reuters
Image caption لومړۍ وزیره تېریزا می نن د خبرو لپاره د اروپايي ټولنې مشرانو ته ورغلې وه.

د اروپايي ټولنې مشرانو له دې ټولنې نه د برتانیا د وتلو په تړاو هوکړه تایید کړه. هغوی په برسلز کې د غونډې پر مهال د بېلتانه پر تړون او د دواړو خواوو تر منځ د راتلونکو اړیکو په تړاو پر پرېکړه لیک تر یوه ساعت کم وخت کې سره سلا شول.

د اروپايي کمېسیون مشر ژن-کلود یونکر د برتانیا وتل یو غمجن کار وباله. خو د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا می وویل، چې هغه پرې خپه نه ده.

مېرمن می وویل "زه پوهېږم چې یو شمېر اروپايي مشران اوسمهال خپه دي، په برتانیا کې به هم یو شمېر خلک خپه وي، خو زه ورته په جلا نظر ګورم او غواړم چې بل پړاو ته لاړ شو."

مېرمن مې زیاته کړه "زه د خپل هېواد راتلونکې ته هیله منه یم. زما په آند له اروپايي ټولنې سره د یوه ښه جوړجاړي په مټ سره ښه ملګري او ګاونډیان پاتې کېدای شو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اروپايي کمېسیون مشر ژن-کلود یونکر او د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل د خبرو اترو مهم غړي دي.

دا هوکړه به د تاییدۍ لپاره د اروپايي ټولنې او برتانیا پارلمان ته هم ځي. د اروپايي شورا مشر دونالد توسک وویل، سختې ورځې را روانې دي، خو ټینګار یې وکړ، چې د اروپايي ټولنې او برتانیا ملګرتیا تلپاتې ده.

ښاغلي توسک وویل "زه پوهېږمه چې یو شمېر اروپايي مشران اوسمهال خپه دي، په برتانیا کې به هم یو شمېر خلک خپه وي، خو زه ورته په جلا نظر ګورم او غواړم چې بل پړاو ته لاړ شو. لکه څرنګه چې ما وویل زه د خپل هېواد راتلوونکې ته خوشبینه یم. زما په ګومان له اروپايي ټولنې سره په یوې ښې معاملې موږ کولای شو چې ښه ملګري او ګاونډیان پاتې شو."

تر دې وروسته به لومړۍ وزیره می دغه هوکړه پارلمان ته وړي چې د غړو رایه ترلاسه کړي چې دا به ډسمبر کې وشي.

په خپل محافظه کار ګوند کې هغومره ډېر غړي نه لري چې رایه یې د هوکړې تایید ته کافي وي، بل لور ته د نورو ګوندونو غړي هم پکې یادو شویو مادو سره ډېره موافق نه دي.