د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري: زه ولې خپل کار نشم پیلولی؟

ظریفه غفاري د انځور حقوق FB, Zarifa Ghafari
Image caption وروسته د ولسمشر د حکم پر اساس د میدان ښار ښارواله وټاکل شوم. دا خبر مخکې له دې چې تر ما ورسېږي ډېرو نورو ته د فېسبوک له لارې رسیدلی و.

زما کورنۍ هېڅکله نه غوښتل چې زه میدان وردګ ولایت کې فعالیت ولرم ځکه هغوی زموږ له ټولنې سره تر ما ډېر آشنا وو، خو ما خپلې هڅې ونه درولې او د ۱۳۹۶ کال لړم، عقرب میاشت کې مې د میدان وردګ ولایت مرکز، میدان ښار ښاروالۍ ته د آزادې سیالۍ له لارې ځان نومانده کړ.

تر اوږد انتظار وروسته یوه ورځ مې ټېلېفون ته یو زنګ راغی او راته وویل شول زه هم د ۱۳۸ تنو کاندیدانو له ډلې وروستي نوملړ ته وتلې یم.

تر لیکلې ازموینې وروسته مو تقریري آزموینه هم ورکړه. له هغه وروسته تر څو میاشتو هېڅ احوال معلوم نه شو. خو د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشت پر څلورمه خبر راغی چې په درېیو کاندیدانو کې مې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.

وروسته د ولسمشر د حکم پر اساس د میدان ښار ښارواله وټاکل شوم. دا خبر مخکې له دې چې تر ما ورسېږي ډېرو نورو ته د فېسبوک له لارې رسېدلی و. ما ته زما د راډیو (پېغله اف ام راډیو) یوه کارکوونکي زنګ وواهه.

ما هم پر خپل فېسبوک د ولسمشر فرمان یو عکس د میدان وردګ ولایت د خبریالانو په یوه ګروپ کې ولیده. دې خبر ته فیسبوک کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي ول.

هغو خلکو چې د انسان پر ځواکمنتیا او د مېرمنو پر وړتیا یې باور درلود تشویقي او د ستاینې پوسټونه کړي ول او هغو خلکو ته چې مېرمنې ورته لا هم تر کور او ګوره محدود مخلوق ښکاري نه یوازې چې زما پر شخصیت یې د بې مورده تحلیلونو هڅه کړې وه بلکې د دولت دغه کړنه یې هم غیرقانوني او غلطه بللې وه.

د انځور حقوق Getty Images

میدان وردګ د نورو ولایتونو په څېر یو مرکز او څو ولسوالۍ لري.

ځینو ناخوالو له داخلي پلوه دا ولایت په درېیو برخو، یعنی میدان، وردګ او بهسودو ویشلی.

دا درې برخې بیا هر یو په جلا توګه ځان د دې ولایت اصلي مالکان بولي. زما د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار ښاروالۍ ته کامیابېدل هم تر ډېره بریده د همدې ناخوالو قرباني شو او نژدې پنځه میاشتې تر مقررېدو وروسته هم خپلې دندې ته معرفي نه شوم.

د میدان د ګوتو په شمېر ځینو ځوانانو پر فېسبوک او ناستو کې زما د کار د پیل کولو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه وکړه.

خو زه په دې خبره قوي باور لرم چې د دوی له پاکو احساساتو یوه یا دوو داسې کسانو چې ځان مشران بولي، ناوړه ګټه پورته کړې وي،

خبره ان تر دې ورسېده چې ځینو کسانو د پښتو او پښتونولۍ اصول تر پښو لاندې کړل او زما پر شخصیت او شخصي ژوند کې یې هم د غیرمنطقي لاسوهنې کوښښونه کړل.

خو ما، ماته ونه منله. پر ټولو ناخوالو سربېره مې مبارزه خپل انساني حق او انسانیت ته خدمت وګڼله. ما د وسله والو مخالفینو له ګواښلو نیولې، تر شپې پاڼو او یو د شمېر پر ځان بې خبرو ځوانانو تهدیدونه وزغمل.

د انځور حقوق FB, Zarifa Ghafari

داسې کړنې پر افغانو ښځو د فعالیت او خدمت ساحه ډېره کوچنۍ کوي او زړه تورې کوي یې. که د یوې افغانې مېرمنې په توګه غواړې په پاک نیت پخپله ټولنه کې کار وکړې، بدلون پکې راولې او د داسې ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه وکړې چې د ولس ژوند او راتلونکې ګواښي، مخه به دې په ډېرو نامشروع کړنو ډب کېږي، سپکاوی به درته کېږي او آن ځینې به دا جرئت کوي چې پر سپینه لمنه دې تور داغ ولګوي.

کله چې مطالعه کوې، سفر کوې، خواله رسنۍ ګورې، نړیوال خبرونه ګورې او خپل هېواد ته ګورې، افغان سړي هم د نورې نړۍ په شان خپل هېواد ته د کار هوډ لري او د ترسره کولو لپاره یې ښايي لږ خنډونه پر وړاندې ولري.

خو که یوه افغان ښځه د ورته ژمنو ترسره کولو لپاره ودرېږي ډېرې ستونزې یې پر لار راټوکېږي. نو افغانې ښځې باید د غره په شان حوصلې، کلکې ارادې او زړورتیا ولري چې لومړی له خنډونو تېرې شي او بیا چوپړ کولو ته فرصت پیدا کړي.

په هغو افغانو ښځو کې چې له ناخوالو سره مبارزه د اسلام په رڼا کې خپل حق ګڼي او غواړي چې د هېواد په رغولو کې له خپلو وروڼو سره برخه واخلي، یوه هم زه یم چې د هېواد په رغولو کې د برخه اخیستلو خپلې هڅې به ونه دروم.

خو کاش چې زما توان او وخت له خنډونو سره په مبارزه کې مصرف نشي.

د هغې ورځې په تمه چې پر نورو افغانو ښځو زما تجربه تکرار نشي او ټول توان د ولس په ملاتړ ورسپارل شوي کار ته وقف کړي.

ظريفه غفاري وردګو کې زيږېدلې، کابل کې يې لوړې زده کړې کړي او له هندوستانه د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند لري. نوموړې څو مياشتې د ولسمشر غني له خوا د ميدان ښار ښارواله ونومول شوه.

په دې ليکنه کې ټول نظرونه په ليکوالې پورې اړه لري.