افغانستان کې پر يو شمېر وارداتي توکيو د ماليې لوړېدل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې پر يو شمېر وارداتي توکيو د ماليې لوړېدل

د افغانستان په شمال کې د حیرتان، شیرخان او آقينې بندرونو له لارې په یو شمير وارداتي توکو د ماليو لوړیدو له امله د سوداګرو اعتراض په بازارونو کې بیی خوځولي دي.

سوداګر وايي، که ستونزې حل نه شي، د خپلو توکو د محصول چارې نه ترسره کوي.

د افغانستان دمالیې وزارت بیا په غبرګون کې ویلي چې د خورا اړينو توکو محصول نه دی لوړ شوى.

دوى وايي ځينو سوداګرو د محصول ورکولو له ځينو کوډونو ناوړه ګټه اخیسته او وارداتي توکي يې نه محصولول.

اړونده مطالب