افغان ولسمشرۍ ټاکنې؛ ولې یې پر ځنډولو غور کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکلې ده افغان ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي وري میاشتې پر ۳۱ یا د اپرېل میاشتې پر شلمه وشي.

نيويارک ټايمز "افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر ځنډولو غورکوي" په سرليک يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په وخت تر سره کېدل وړاندې نړيوالو بسپنه ورکوونکو لپاره سره کرښه وه خو اوس د ولسي جرگې د رايو په شمېرلو کې گډوډۍ لامل شوې چې ټاکنيز چارواکي يې پر ځنډولو غور وکړي.

ورځپاڼې دا هم زياته کړې چې د ټاکنو کميسيون دريو چارواکو کره کړې چې په دې تړاو خبرې روانې دي خو په اړه يې لا کومه پرېکړه نه ده شوې.

ورځپاڼې ته يوه بهرني چارواکي له نوم پرته ويلي د ټاکنو کميسيون وار له مخه پرېکړه کړې چې افغان ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت نشي تر سره کېداى.

درې غوراوي

د انځور حقوق Arg
Image caption کابل ته د خلیلزاد تر اوسني تګ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو خبره کېده، خو خلیلزاد او ارګ رد کړه.

د ټاکنو کميسيون وړاندې ويلي و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي اپريل پر شلمه تر سره شي.

خو د دې کمېسون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، دغه اداره د ولسمشرۍ، ولایتي شورا، د غزني پارلماني او ولسوالیو شورا ټاکنو لپاره پر څو پلانونو غور کوي.

یو دا چې ټولې څلور واړه ټاکنې څو میاشتې وځنډول شي، بل دا چې د ولسمشرۍ او غزنی پارلماني ټاکنې د راتلونکي وري پر ۳۱ وشي او د ولسوالیو او ولایتي شوراوو ټاکنې څو میاشتې وځنډول شي.

دا يادونه هم بايد وشي چې د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري ويلي چې د ټاکنو د کميسيون خپلواکۍ ته درناوى کوي خو افغان حکومت د ټاکنو تر سره کېدو ته چمتو دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسون مخکې ویلي و، چې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د ورۍ پر ۳۱ کېږي، خو د دې ټاکنو لپاره یې پرېکند مهالوېش اعلان نه کړ.

ارګ څه وایي؟

د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو خبره په داسې مهال ده چې دا مسله تېرو اونیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو له امله د خبرونو سرټکی وه.

کورنیو او بهرینو رسنیو ویل چې له طالبانو سره د سولې لپاره ټاکنې ځنډېږي او لنډمهالی حکومت جوړېږي.

خو افغان حکومت، طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد دا ډول خبرې رد کړې.

"عليپور چې په ظالم حنګیالي مشهور شوی"

د انځور حقوق Social media
Image caption علي پور د مساپرو په ځورولو او د خلکو په یرغملولو تورن دی.

واشنگټڼ پوسټ د قومندان عليپور د نيولو له امله پلازمينه کابل کې احتجاجونه مهم بللې او د پوليسو په وينا يې ليکلي چې په تاوتريخوالي کې ٣٠ ملکي وگړي او پوليس ټپيان شوي دي.

ورځپاڼه وايي عليپور چې په قومندان شمشير مشهور دى له بشري حقونو د سرغړونې په تور نيول شوى دى.

ورځپانه زياتوي نوموړی د يوه ظالم جنگيالي په توگه شهرت تر لاسه کړى.

د ورځپاڼې په وينا د خپلو هزاره توکمو او په ځانگړې توگه د مرکزي ولايتونو د خلکو په منځ کې ډېر ملاتړ لري چې پکې غزني ولايت هم راځي، دغه ولايت په دې وروستيو کې د طالبانو د بريد نښه و.

ورځپاڼه وايي د لږکيو پورې اړوند يو شمېر نور قومندانان چې د طالب ضد ناقانونه وسلوالو ډلو مشري يې کوله په دې وروستيو مياشتو کې نيول شوي دي چې د خلکو غوسه يې پارولې.

ورځپاڼې د محمد احمدي په نامه د يوه احتجاجي وينا راخيستې چې وايي عليپور د هېواد او د خلکو خدمت کوونکى و،.

خو په همدې حال کې يې د ولسمشر غني د يوه سلاکار عبدالستار سعادت ټويټ ته هم اشاره کړې چې وايي که هر قوم د خپل مجرم دفاع کوي نو موږ بايد د عدالت مرگ اعلان کړو.

لبیک غورځنګ به څنګه شي؟

د انځور حقوق EPA
Image caption د حسن رضوي په ګډون د لبیک غورځنګ ۹۰ مشران نیول شوي او ۳۰ ورځو لپاره نظر بند دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستان لبيک غورځنگ يا تحريک لبيک په تړاو يوه شننه خپره کړې چې وايي دغه غورځنگ ته به اوس ښايي څه پېښېږي؟

د دغه تحريک مشر مولانا رضوي نيول شوى او ورځپاڼه وايي فشارونو سره د دغه غورځنگ د مخامخېدو لامل يې مرستيال مشر پير افضل قادري دى.

نوموړي لاهور کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د هغو قاضيانو چې د اسيا بي بي په قضيه کې ښکېل و کورني خدمتگارانو ته د هغوى د وژنې لارښوونه وکړه او ان پر سرتېرو يې غږ وکړ چې د پوځ د جنرالانو پر وړاندې بغاوت وکړي

ورځپاڼه وايي د دغو دواړو ويناو له امله نوموړی پر دولت ضد پارونو او ترهگرۍ تورنېدلی شي.

د غورځنگ مشر د پاکستان پوځ په درنښت يادوه اوس رځپاڼه وايي د تحريک لبيک عادي غړي انگېري که د دغه غورځنگ پر وړاندې عمليات وشي نو لامل يې مرستيال مشر قادري دى.

د تحريک پر مشر مولانا رضوي هم پړه اچول کېږي چې ولې د هغه پر وړاندې غلى پاتې شوى.

دوبۍ کې ایسار ماشوم

گلف نيوز وايي يوه دوه کلن بنگالي توکمي هلک ته له دوبۍ د وتلو اجازه ځکه نه ورکول کېږي چې روغتون ورته د زېږېدو پر مهال تصديق نه و ورکړى.

د دغه ماشوم مور او پلار د بنگله دېش دي، څلور کاله وړاندې يې د پلار د کار اجازې موده ختمه شوې وه هلته ناقانونه اوسېده او د خپل زوى د زېږېدو پر مهال هم نه و توانېدلى چې د روغتون فيس ورکړي نو له دې امله روغتون چارواکو د ماشوم د زېږېدو تصديق نه و ورکړى.

اوس چې دوى غواړي د عربي اماراتو د بښنې له يوه پروگرام نه په گټه اخيستو بېرته بنگله دېش ته ستانه شي نو دغه ماشوم ته د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.