افغان سوله: د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسکو کې د نومبر پر نهمه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغان سولې غونډه.

د افغانستان اوسنی تاریخ ښيي چې د سولې موضوع خورا کړکېچنه او له ستونزو ډکه ده.

خپلمنځي ستونزې او د بهرنیانو لاسوهنې په دې هېواد کې د جګړې اصلي لاملونه بللی شو.

دا جګړه ډېر اړخونه لري او پکې د ښکېلو غاړو موخې او لیدلوري هم سره توپير لري.

نو پوښتنه دا ده چې دا غاړې به د سولې لپاره څرنګه پر یوه مېز راټولې شي.

تر هر څه وړاندې باید د سولې لپاره اوسنی چاپېریال وارزول شي.

* د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو پايله به سوله وي؟

* د قطر چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي پر افغان سوله څه سره وویل؟

معمولاً په جنګ ځپلو هېوادونو کې بهرني قدرتونه د سولې په بهیر کې ښکېل او ان برلاسي وي.

دوی ځینې وخت غواړي په جګړه کې ښکېلې غاړې په خپلو کې واک سره شریک کړي او سولې ته غاړه کېږدي.

ظاهراً ټولو ښکېلو اړخونو ته واک ورکول کیږي او په نوي حکومت کې د ټولو مخالفو ګوندنو برخه په پام کې نیول کېږي.

د داسی تګلارو د پلي کولو لپاره سالم چاپیریال پکار دی، داسې چاپېریال چي پکې مخالفې ښکېلې غاړې د یوې اوږدمهالې سولې په اړه د خبرو په لړ کی خپلمنځي ستونزې هوارې کړي.

په دې بهیر یا مېکانیزم کې اکثراً د منځګړي هېواد یا کس رول حساس او مهم وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چار وزارت له خوا افغان سولې ته استازی ګومارل شوی دی.

که له یوې خوا دا منځګړی ښکېلو غاړو ته د ناستو او مجالسو زمینه برابروي په ورته وخت د خپلو موخو او خوښو پر بنسټ په دغه بهېر کی لاسوهنې هم کوي.

بهرنی منځګړی پر یوه غاړې زور اچوي چې پرېکړې ومني او د بلې غاړې په لیکو کې هغه کسان واک ته رسوي چې په راتلونکي کې د دوی ګټې خوندي کړي.

ځینې وخت داسې هم کیږي چي د سولي بهېر کي درېیمګړی په ډېره چټکۍ د سولې په اړه یوه هوکړه یا تړون پر ټولو اړخونو وتپي.

په دې چاره کې هر ډول بیړه یا ناغېړي ډېر کله نوي کړکېچونه پیدا کوي.

د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ښکېلې غاړې هم په خپل وار خپلې موخې په دې هېواد کې لټوي او د ترلاسولو لپاره یې له هېڅ چارې درېغ نه کوي.

* د افغان سولې په هکله د مسکو او واشنګټن خپلمنځي سیالي

* د قطر چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي پر افغان سوله څه سره وویل؟

په افغانستان کې د سولې خبرې او دې برخه کې د نړیوالو هلې ځلې تر بل هر وخت په چټکۍ روانې دي.

په دې لړ کې په مسکو او متتحده عربي اماراتو کې ناستې او لیدنې کتنې شوې، چې وسله والو طالبانو هم پکې ګدون وکړ.

خو ایا دا نوې هلې ځلې د سولې لپاره کافي دي او که سوله کېږي هم نو په کومه بیه به کېږي؟

له روان وضعیت داسې ښکاري چې په دې وروستیو هڅو کې هم د نړیوالو زبرځواکونو خپلې موخې او ګټې تر هر څه مهمې دي.

افغانستان کې د بهرنیانو ګټې او موخې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وايي، چې بهرنیان له افغانستان ونه وځي، سوله به ونه کړي.

د افغانستان په روانه کشاله کې ښکېل هېوادونه په دوو برخو وېشلی شو.

لومړی هغه هېوادونه دي چې نېغ په نېغه د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي، لکه پاکستان او ایران.

دا هېوادونه له افغانستان سره د جغرافیا، پولو او د اوبو پر سر تاریخي لانجې لري.

نو ایا دوی به له یو با ثباته او پیاوړي افغانستانه په وېره کې نه وي؟

دویم د امریکا او روسیې په څېر ستر قدرتونه دي.

دوی په افغانستان کې داسې یو نظام غواړي چی ورته د منلو وي او د دوی تر اغېز لاندې وي.

دوی هم ښایي د یوه ټیکاومن او خپلواک افغانستان له غم دومره نه وي مړه.

د افغانستان د سولي لپاره د دې ښکېلو هېوادونو خپلمنځي اړیکې هم یو مهم فکتور دی.

بې له شکه چې پورته یاد شوي هېوادونه جلا موخې لري، اندونه او تګلارې یې بېلې دي او همدا راز د ستونزو څېړنه او ارزونه یې توپیر لري.

دې وضعیت ته په کتو سره په لنډو ویلو شو چې افغانستان کې د سولې لپاره مناسب چاپېریال تراوسه سم نه دی برابر شوی.

د سولې خبرې که په مسکو او یا هم په اماراتو کي کیږي تر ډېره پکې د بهرنیانو ګټې لومړیتوب لري او تبلیغاتي بڼه هم لري.

د افغان حکومت تګلاره څه ده؟

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر د سولې مشورتي بورډ جوړولو لپاره له محتلفو پاړکو سره خبرې کوي.

افغان حکومت تر دې دمه وتوانېد چې له حزب اسلامي ګوند سره د سولې تړون لاسلیک کړي.

خو حزب اسلامي په روانه جګړه کي د کیفیت او مشروعیت له مخې کوم ځانګړی ځای نه درلود او خپله قضیه یې بایللې وه.

افغان حکومت غوښتل له دې لارې خپلې لاسته راوړنې ښکاره کړي او یا یې هم غوښتل طالبان وهڅوي چې سولې ته غاړه کېږي.

خو طالبان له حزب اسلامي سره په دې توپیر لري چې د افغانستان پر ګڼو ولسوالیو عملاً کنترول لري، پر حکومتي ځواکونو دوامدار او خونړي بریدونه کوي، څو ځله یې د ځینو ولایتونو مرکزونه د لنډې مودې لپاره نیولي او اوس تازه د مسکو د کنفرانس په پلمه یو نړیوال دریځ هم ورته برابر شوی.

د سولې لپاره د قطر، مسکو او اماراتو د ناستو تر ټولو لویه ګټه طالبانو ته رسېدلې.

دوی تر دې دمه وسله وال مخالفان بلل کېدل، خو اوس ورو ورو د یوه سیاسي مخالف ګوند بڼه هم خپلوي او دا زمینه ورته همدې ناستو او کنفرانسونو برابره کړې ده.

په دې ټولو ناستو کې د افغان حکومت ونډه پيکه او دریځ یې ګونګ و.

که طالبان او افغان حکومت خبرو ته سره کېني هم نو غوښتنې او لومړیتوبونه یې سره توپیر لري. یوه غاړه د ولسواکۍ شعار ورکوي او بله پر ټینګ اسلامي نظام باور لري.

یوه غاړه د نړیوالو شتون اړین بولې او مننه یې کوي، خو بله غاړه یې له افغانستان بشپړ وتل غواړي.

د داسې غاړو ترمنځ که سوله کیږي هم نو څومره دوام به وکړي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ د نومبر پر ۲۲ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره خبرو کې وویل، چې د طالبانو سره د سولې قوي خبرې لري.

په افغان حکومت کې د ننه هم ځینې کړۍ له دې کبله سولې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې ګټې په خطر کې ویني.

لنډه دا چې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه ښایي ډېر وي، خو زما په اند د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې او د دوی خپلمنځي اړیکي تر ټولو حساسه موضوع او د سولې په لار کې لوی خنډ دی.

که دا هېوادونه د خپلو ګټو ترڅنګ د افغانستان دایمي ثبات او سوله هم مهم وبولي نو بیا ښایي روان کړکېچ پای ته ورسېږي.

امریکا ښایي په پوځي ډګر کې په افغانستان کې ډېره بریالۍ نه وي، خو اوس هم په سیمه کې دومره سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ لري چې د ریښتینې سولې ته کړکۍ پرانیځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټاکل شوې موده کې افغانستان ته د سولې راوستلو دنده پر غاړه اخیستې ده.

نوموړي وار له مخه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي.

د ده د هڅو پایله به هم په نژدې راتلونکي کې مالومه شي.

د لیکوال په اړه:

وحید وطنیار د جرمني د هایدلبرګ پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي کې د دوکتورا محصل دی. د څېړنې موضوع یې "په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پراختیا" ده. په دې لیکنه کې نظرونه په لیکوال پورې تړلي دي.