افغان ټاکنې: د پینځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

ټاکنې
Image caption وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو، چې د ۱۲ ولایتونو رایې به بیا شمېري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنځو نورو ولایتونو د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان کړې. هغه ولایتونه و چې تېره شپه یې ګټونکي کاندیدان اعلان شول.

د ټاکنو کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد د زابل، لغمان، پنجشیر، نیمروز او کاپیسا د ګټونکو کاندیدانو نومونه اعلان کړل او ویې ویل چې که څوک شکایت لري کولی شي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ورشي:

زابل
عبدالقادر قلاتوال ۱۸۲۶ رایې
حمیدالله توخی ۱۵۳۷ رایې
زهرا توخې ۴۸۲ رایې
کاپیسا
میرداد خان نجرابي ۵۹۶۹ رایې
میر حیدر افضلي ۵۵۰۵ رایې
جنرال اقبال صافی ۵۴۳۷ رایې
خدیجه الهام خلیلي ۱۳۸۴ رایې
لغمان
جنرال منیر تره خېل ۴۴۰۳ رایې
محمد رفیع مموزي ۳۰۰۶ رایې
انجنیر محمد عالم قرار ۲۹۱۲ رایې
ذیفنون صافي ۱۷۸۶ رایې
پنجشیر
محمد زلمی نوري ۱۰۲۴۲ رایې
قاضي راحله سلیم ۱۵۴۸ رایې
نیمروز
فریده حمیدي ۷۱۸۲ رایې
ګل احمد نورزاد د ۵۸۵۰ رایې

ښاغلی صیاد وايي، دا ابتدایي پایلې دي که کومه نیمګړتیا ولري بېرته تصحیح کېږي. څوک چې شکایت لري کولی شي د شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

ښاغلي صیاد وویل؛ په پنجشیر کې د څلورو محلونو او په لغمان کې د شپږو محلونو رایې بې اعتباره بېژندل شوي دي.

افغان ټاکنې: د پینځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

'د کابل ټاکنیز کارکوونکي شړل کېږي او رایې بیا شمېرل کېږي'

هغه همداراز وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه کارکوونکي د ځینو کاندیدانو په ګټه د درغلۍ په تور نیول شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون د تېرې شپې له اعلان سره د هغو ولایتونو شمېر لسو ته ورسېده چې د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې یې څرګندې شوي.

دغه کمیسیون تېره جمعه د پنځو ولایتونو دایکندی، فراه، ارزګان، جوزجان او بامیان ابتدایي پایلې اعلان کړې وې.

ورته مطالب