په 'بشري جنایت تورن' قومندان علي پور د ملي امنیت له توقیفه خوشی شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل او وردګو کې مظاهرې

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال دفتر پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړی چې د ملي امنیت له خوا نیول شوی "ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور "د ملي امنیت له توقیفه خوشې شوی.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې کابل کې قومندان عبدالغني علي پور ونیوه چې وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.

د دوهم مرستیال سرور دانش پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د یو شمېر مشرانو او د خلکو د استازو په شتون کې ښاغلي علیپور د ښاغلي دانش له هڅو مننه وکړه.

د ملي امنیت ادارې رسنیو ته د لیندۍ پر ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول، علي پور تېره ورځ د کابل اتلسمې حوزې اړوند قلعه قاضي سیمه کې نیول شوی.

اعلامییې ویلي ول، علي پور د ۱۳۹۵ کال لومړیو کې ۱۵۰ کسیزه ناقانونه وسله واله ډله جوړه کړې وه چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې او د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې یې له ځمکه لرونکو، سوداګرو او خصوصي شرکتونو یې په ناقانونه ډول باج اخیست چې په وینا یې ''خپله وسله وال جرمي ډله پرې قوي کړي''.

د هغه له نیول کېدو وروسته بلل شوی لاریون له پیله په تاوتریخوالي پیل شو. د کابل په لویدیځ کې یو شمېر هزاره لږکي په یوه چیغه وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چې د یوې نامسولې وسله والې ډلې مشر عبدالغني علي پور امنیتي ځواکونو ونیو. ملاتړي یې علي پور د طالبانو ضد اتل بولي خو دولت یې ورسره نه مني.

علیپور د انځور حقوق FB, 2VPO
Image caption ملي امنیت وايي، څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو د بهسودو لومړۍ حصه کې د ده د ناقانونه کړنو مخه ونیوه، د دوی پر ځواکونو یې برید وکړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د کابل په مظاهرو کې ټول ۴۸ تنه ټپيان شوي، چې ۲۶ تنه د يکشنبې پر ورځ او ۲۲ تنه د دوشنبې پر ورځ ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا اته د پوليسو پوستې او د ملي اردو د جذب مرکزونه هم سوځول شوي دي.

بل لور ته پر خواله رسنیو له خپرو شویو انځورونو ښکاري چې ګڼ شمېر مظاهره کوونکي هم په دې تاوتریخوالي کې ژوبل شوي دي.

په بامیان ولایت کې هم خلکو د علي پور په ملاتړ مظاهره کړې خو د کابل څنګلوري وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې نن د علې پور ضد لاریون پیل شو. لاریون کوونکو د علي پور د نیولو ستاینه کړې او د هغه د محاکمې غوښتنه یې کوله.

ملي امنیت وايي، څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو د بهسودو لومړۍ حصه کې د ده د ناقانونه کړنو مخه ونیوه، د دوی پر ځواکونو یې برید وکړ.

کابل د انځور حقوق Social Medai
Image caption د کابل لوېدیځ کې د دویمې ورځې لپاره هم لږکیو هزاره وو لاریون کړی

تری تم شوی علي پور

دغه اداره وايي، افغان امنیتي ځواکونو د تلې میاشتې پر ۱۳ او ۱۴مو علي پور او وسله وال یې د غور ولایت لعل و سرجنګل ولسوالۍ په اسد اباد کلي کې کلابند کړ، خو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي پخاطر یې کلابندي بېرته ماته کړه او علي پور له سیمې وتښتېد.

ملي امنیت وايي د هېواد د باصلاحیته محکمو او مسؤولو بنسټونو له خوا به د مشکوکو کسانو جرم یا سپینوالی ثبیت شي، خو په وینا یې د مشکوکو کسانو خپلوان، دوستان یا عادي خلک یا نارسمي ډلې حق نه لري چې وار له مخې یې په حق کې پرېکړه وکړي.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE
Image caption علي پور د خلکو په یرغملولو او د مساپرو په ځورولو تورن دی.

علي پور څوک دی؟

علي پور چې په شمشېر مشهور دی، درې کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و .

وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې وسله واله ډله جوړه کړې وه.

غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و. ویل کېږي، علي پور د وحدت ګوند سره تړاو لري.

غور کې د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې هم د وحدت ګوند مشر او د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات غندلي او دا کار د افغانستان امنیت شورا خلاف عمل بللی و.

د انځور حقوق MOHAQEQ FACEBOOK
Image caption علي پور وحدت ګوند پورې تړلی او د اجراییه رییس دویم مرستیال محقق ته نږدې کس بلل کېږي.

هغه مهال هم د علي پور په ملاتړ په غور او د بامیان په یو شمېرو سیمو کې مظاهرې شوې وي.

د اشرف غني امر او د قومندانانو نیول

د تېر جولای لومړیو کې افغان ځانګړو ځواکونو په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اړوند یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصار نیولی و.

هغه مهال هم د ښاغلي قیصاري په ملاتړ او د حکومت پر ضد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې مظاهرې هم شوې وې.

تېر کې افغان حکومت د یو شمېر سیمه ییزو قومندانانو ملاتړ کاوه، چې له افغان ځواکونو سره یو ځای یې له وسلوالو طالبانو او داعش ډلې سره جګړه کوله خو وروسته یو شمېر دغه قومندانان د امنیت ټینګښت لپاره خپله په خنډونو بدل شو.

دا وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته د خپل سفر پر دویمه ورځ امنیتي ځواکونو ته د هر هغه زورواکي او قومندان د نیولو او یا ځپلو امر کړی، چې د امنیت د خرابېدو هڅه کوي.

د انځور حقوق NIZAMUDDINQAISARI/FACEBOOK
Image caption فاریاب کې د محلي پولیسو قومندان قیصاري (ښي اړخ ته) د جنرال دوستم نږدې کس بلل کېږي.

د تېر اګسټ په دویمه کندوز کې امنیتي چارواکو د یوې وسله والې ډلې مشر عبدالمتین هم ونیو.

پولیس دغه قوماندان عبدالمتین چې په متینک مشهور دی په باج اخیستلو، ترور او خلکو تیښتولو تورنوي.

افغان ځواکونو پر نوموړي او قیصاري سربېره له ارزګان او نورو سیمو کې هم د نامسوله وسله والو قوماندانان نیولي او کابل ته لېږدول شوي دي.

ورته مطالب