فراه کې د جوين ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون ۲۲ پوليس وژل شوي

پولیس د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په تېرو دوو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې د طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

د فراه دولتي سرچینې وایي، د نوي امنیه قومندان په ګډون د جوین ولسوالۍ ۲۲ پولیس د طالبانو په یوه ډله يیز برید کې وژل شوي دي.

ویل کېږي پولیسو ته دغه مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې غوښتل د جوین ولسوالۍ نوی امنیه قوماندان لومړی څارن محمد اقبال دغې ولسوالۍ مرکز ته بدرګه کړي.

په تېرو دوو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې د طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

برید پرون (یکشنبه) مازدیګر د پولیسو پر هغه کاروان شوی چې د چاروکو په وینا غوښتل یې د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان د بدرګه کولو لپاره د نوموړې ولسوالۍ د مرکز په لور روان وو.

سیمه يیز حکومتي چارواکو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي بي بي سي ته وویل، د دوو امنیتي چارواکو په ګډون څه باندې شل پولیس په دې پېښه کې وژل شوي:

"هغه کاروان چې پرون د جوین ولسوالۍ په لور روان و چې د دغې ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان پر څوکۍ کښېنوي، د فراه - جوین په لویه لار د مازدیګر په ۴ بجو د مخالفینو د کمین سره مخامخ شوي. له بده مرغه په دې پېښه کی د فراه د ۲۲ پولیس وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي. په وژل شویو پولیسو کې د جوین امنیه قومندان او یو بل افسر هم شامل دي."

طالبانو کندوز کې سرحدي پولیس وژلي

فراه کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه

فراه او غزني کې نښتې: افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله

طالبانو ادعا کړې چې په دې برید کې د یوشمېر "چارواکو" په ګډون ۲۵ پولیس وژل شوي او د دوی ټول مهمات یې هم ورسره وړي دي.

تېره میاشت افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته تر ټولو ډېره خونړۍ وه.

د روانې نومبر میاشتط پر ۱۵مه هم د فراه بالا بلوک ولسوالۍ کې د څلوېښتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

بل خوا، د فراه ښار یوه مدني فعال ډاکتر همایون شهیدازاده بي بي سي ته وویل، پرون څلور بجې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د لاش او جوین د نوي قومندان لومړي څارن محمد اقبال د معرفي کولو په موخه له فراه ښاره د لاش او جوین سیمې ته حرکت کړی و.

دغه کاروان د تخت او تېوېسک په سیمه کې د وسله والو کمین ته غورځي، له یو ساعت جګرې وروسته د لاش او جوین امنیه قومندان او د فراه د عملیاتي کنډک قومندان شهباز خان په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ویل کېږي وسله والو د امنیتي ځواکونو ټولې وسلې له ځان سره وړي دي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې یوشمېر تازه دمه دولتي ځواکونه هم فراه ته رسېدلي، خو د فراه د ولایتي شورا یوشمېر غړي وایي، پوځي تشې ډېرې دي او په لنډمهالي توګه فراه ته د عسکرو لېږل ګټه نه ده کړې.

ورته مطالب